تاند- د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د خپل هیواد د پوځ د لوی درستیزۍ لپاره نومول شوی جنرال وايي، له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.
جنرال مارک میلې نن /پنجشنبه/ د امریکا سنا جرګې ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل«فکر کوم ورو، دردونکی او سخته به وي.»
له ده څخه سناتور انګس کینګ وپوښتل چې امریکايي پوځیان کله باید ووايي چې نور بس ده او له افغانستانه وځي؟
جنرال میلې وویل «باید لانجه ختمه شي. کله چې زموږ ګټې خوندي شي او فکر کوم چې دا کار به له طالبانو سره د خبرواترو له لارې وشي.»
ده همداراز وویل چې تر یوه حده په دې برخه کې پرمختګ ویني.
جنرال میلې د اوسني لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد په ځای نومول شوی دی او که سنا جرګه یې تایید کړي د امریکا لوی درستیز به شي.
ده له سناتورانو سره د سوال او ځواب په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور د دې لپاره ضروري دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي.
«فکر کوم چې همداسې بې له دې چې هدف ته ورسېږو د ځواکونو ایستل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.»
ده همداراز وویل چې د داعش له ماتې وروسته د امریکا پوځ باید په عراق او سوریه کې یوه اندازه پوځیان وساتي.
امریکايي رسنۍ (دي هیل) وايي، د ولسمشر ټرمپ حکومت د تېر کال په دسمبر کې غوښتل چې له افغانستانه ډېر شمېر پوځیان وباسي، خو د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو استازو د دې نظر مخالفت وکړ.
ټرمپ وروسته له دې پلانه لاس واخیست او موقع یې ورکړه چې له طالبانو سره خبرې وشي.
له هماغه وخته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او تراوسه پورې یې اووه پړاوه خبرې کړي دي.