تاند: ولسمشر غني امر کړی چې ژر تر ژره دې د کرکټ لوبډلې تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې ارزیابي او حل کړای شي.

له ارګه رسنیو ته په استولې خبرپانه کې چې تاند ته هم رسېدلې راغلي چې ولسمشر د پنجشنبې د ورځې په ماښام د کرکټ بورډ له نویو غړیو سره لیدنه کړې او له دوی څخه یې د کرکټ د وضعیت په اړه راپور غوښتی دی.

 د خبرپاڼې په حواله ولسمشر پر کرکټ د پانګونې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د کرکټ بورډ دنده ده تر څو د کرکټ د لا ځلونې لپاره نظم او یووالی رامنځته کړي.

 ولسمشر په داسې حال کې د کرکټ لوبډلې د تشکیلاتي ستونزو د اواري او اړتیاو د پوره کېدو امر کوي چې ملي لوبډله تازه له نړیوال جام څخه له ۹ بایلاتونو سره راستنه شوې ده.

دغه راز ګنګوسې او ناتایید شوي راپورونه هم زیات دي چې ګواکې لوبډله د شدیدو اختلافاتو ښکار ده او په ملي لوبډله کې سیاسي لاسوهنې هم ډېرې شوې دي.

تېرو څو ورځو کې د کرکټ بورډ دریو چارواکو اسدالله خان، تاج ملوک عالم او ګلبدین نایب په ټولنیزو رسنیو له ولس سره د بورډ د اختلافاتو او ناندریو په تړاو د معلوماتو شریکولو ژمنه کړې وه خو دغه درې واړه کسان لا هم غلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *