تاند- تُرکي رسنۍ وايي چې هیواد یې له افغانستان سره د څلورنیم ملیون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کړې ده.

د ترکیې سبا ورځپاڼې نن /جمعه/ راپور ورکړ چې ترکیې دا پوځي مرسته افغانستان ته د هغې موافقې پر اساس ورکړې چې د ۲۰۱۸ م کال په سپټمبر میاشت کې د دوو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه.

ټاکل شوې ده چې د ترکیې له پوځي مرستو څخه د افغانستان د ملي اردو په لوژیستیکي او اکمالاتو برخو کې وکارول شي.

که څه هم اکثره هیوادونه له افغانستان سره پوځي او نورې مرستې تر ډېره د دې لپاره کوي چې په دې توګه د امریکا ملاتړ او رضایت خپل کړي خو ترکیه د خپل تاسیس له وخته له افغانستان سره نژدې سیاسي او مذهبي اړیکې لري.

د ترکیې او امریکا اړیکې له روسیې څخه د ایس ۴۰۰ توغندويي سیستم د پېرودلو په خاطر ترینګلي شوي دي.

ترکیې نن /جمعه/ اعلان وکړ چې د دې سیستم د وسایلو لومړۍ جوپه وروسپارل شوه.

د ترکیې له پوځي مرستې جلا کاناډا ویلي چې د افغان نجونو او مېرمنو د روزنې لپاره افغانستان ته د ۱۴ ملیون ډالرو مرسته ورکوي.

کاناډا ویلي چې دا مرسته د هغو افغان نجونو او مېرمنو لپاره ده چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *