تاند- پاکستان، چې له کلونو راهیسې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوي، د جمعې په ورځ له امریکا، روسیې او چین سره یوځای له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
د لوېدیځو او چینايی رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان له درو نورو هیوادونو سره دا غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکوي او له بلې خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان واشنګټن ته روان دی چې د امریکا مرستې جلب کړي.
د سیاسي چارو ګڼ شمېر شنونکي باور لري چې پاکستان عموماً دا ډول څرګندونې واشنګټن ته د خپلو جګپوړو چارواکو د سفرونو او یا اسلام اباد ته د امریکايي مشرانو د سفر په درشل کې کوي.
د امریکا له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د پیکینګ په غونډه کې څلور واړو هیوادونو پر ټولو ښکېلو افغان خواوو ږغ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو په پیلولو دایمي او هراړخیز اوربند وکړي.
دوی د سولې د یوه چوکاټ د جوړولو لپاره د طالبانو او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د ژر تر ژره مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
په همدې منځ کې د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼه په پیکینګ کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د څلور اړخیزې غونډې په اړه په راپور کې ویلي چې طالبان فکر کوي چې برلاسي دي ځکه نه غواړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
دا ورځپاڼه همداراز لیکي، پاکستان، چې له امریکا سره یې اړیکې د سختدریځو د ملاتړ په خاطر ترینګلي شوي دي، هڅه کوي په طالبانو کې له خپل نفوذ څخه په استفادې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوه جوړجاړي لپاره کار واخلي.