تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې نن /شنبه/ یې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.

د ناټو غوځ ملاتړ ماموریت د دې سرتېري د هویت په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې دا امریکايي سرتېری د افغانستان په کومه سیمه کې په جګړه یا چاودنه کې وژل شوی دی.

د دې پوځي له وژل کېدو سره په روان میلادي کال کې، چې نن یې د اوومې میاشتې ۱۳ ده، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۷ تنو ته ورسېد.

تېره میاشت د امریکا پوځ ویلي و چې په افغانستان کې یې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د امریکايي پوځیانو تلفات د دې لپاره کم شوي چې نور په مستقیمه جګړه کې برخه نه اخلي.

د افغانستان په څه باندې اتلس کلنه جګړه کې ټولټال ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *