سولې ته تر بل هر وخت تمې زیاتې دي، خو دا تمې په دې مانا نه چې سوله په هر قیمت او هره معامله چې وي افغانان به یې ومني.

د سولې په تړاو لوی مشورتي جرګې قیمت مالوم کړی، خطونه یې ویستلي او په همغې اساس ولسمشر غني له خپل ټیم سره کار کوي چې ورته ورسیږي.

طالبان چې اوس له کلونه جګړې وروسته پوه شوي چې هدف ته د افغانانو په وژنې نه شی رسیدلی نو په سوله یې تمرکز کړی او د دې تر څنګ یې لویو بریدونو ته هم زور ورکړی.

لوی بریدونه د دې لپاره چې طالبان هڅه کوي د سولې سټیج کې له یو قوي دریځ راڅرګند شي، خو د ملکي وګړو وژل او وحشت د سولې سټیج نه شي قوي کولی.

طالبانو له کلونو جګړې او ورانۍ سره هڅه وکړه چې ځینې سیمې او د ولایتونو مرکزونه ونیسي خو په دې کار بریالي نه شول، که دوه درې مورده بریالي شوي، یواځې د دوه درې ورځو لپاره ښار ته ننوتي خو همدا ښار ورته بیا هدیره ګرځیدلې ده.

دا سمه ده چې د طالبانو مشران د سولې امتیازات غواړي او د دې امتیازاتو لپاره یې خپله د جګړې بشري قوه قربان کړه او لا یې هره ورځ قربانوي، خو دا چې اوس د طالبانو ترمنځ درزونه پيدا شوي، طالبان یې اړ کړي چې له پاشلو وړاندې د سولې پروسه بریالۍ شي چې لوړ امتیاز پکې واخلي.

که د سولې په بدل کې طالبان فکر کوي چې یو ځل بیا به د طالبانو پخوانی حکومت راشي، دا یو خیال دی او هیڅ افغان حاضر نه دی چې تېر ته ور وګرځي، افغانستان اوس د دوه زرم کال افغانستان نه دی، اوس له پراختیا، بیارغونې او سیستمونو سره یو ځای فکرونه هم نوي شوي او دي او هر څوک په هره لوبه او سیاسي وضعیت باندې پوهیږي.

که طالبان د سولې په بدل کې فکر کوي چې ځینې بنسټونه به د دوی په خوښه له منځه لاړ شي او یا به پکې بنسټیز اصلاحات راشي، دا هم چاته د منلو نه ده، ځکه دا بنسټونه په ډيرو قربانیو او لګښتونو جوړ شوي او هیڅوک حاضر نه دي په اسانې یې له لاسه ورکړي.

دا چې اوس طالبان او امریکا له یو بل سره خبرې کوي او د دې امکان شته چې یوې هوکړې ته ورسیږي، دا د طالبانو او امریکا خبره، ځکه امریکا ډار لري چې طالبانو په سولې سره به یو ځل بیا ترهګري پراخه شي او بهرنۍ ترهګرې ډلې به افغانستان کې فعالې شي، خو د افغان حکومت ډار بیا دا نه دی، ځکه ترهګرو ډلو ته زمینه سازي او بستر طالبانو برابر کړی او کله چې طالبان نه وي، هیڅ ترهګره ډله نه شي توانیدلی افغانستان کې فعالیت وکړي.

افغان حکومت د سولې په تړاو طالبانو ته واضح پیغام ورکړی او خپله تګلاره یې یې وړاندې کړې چې پرته له قید او شرطه د سولې خبرې کوي، خو طالبانو ډیر کله بیا له دې خبرو تېښته کړې.

د امریکا او طالبانو له خبرو سره یو ځای طالبان مجبور شول، افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي، ځکه د سولې د هوکړې د لاسلیک اجرایوي صلاحیت یواځې افغان حکومت لري او له دې پرته بل هیڅ ادرس نه شي کولی دا هوکړې لاسلیک کړي او یا مذاکراتو پایله اعلان کړي.

افغان حکومت په تمه دی چې د افغان ولس له ارادې او خوښې سره سمه به د سولې پروسه بریالۍ شي او افغانان به هغه ارمان ته ورسیږي چې له کلونو راهیسې یې لري.

One thought on “سوله راځي، خو طالبانیزم به نه وي | نوید احمد څرک”
  1. په وژلو او تخریب کی مسابقه په اسلامی تاریخ کی سابقه نلری ، مسلمان په خیر،خدمت او اصلاح کی مسابقه کوی او همدا فاستبقواالخیرات تمثیلوی
    په دا ډول مسابقو کی هرڅه او هر څوک له مینځه ځی او دا رسوی چی دا مفکوره آی-اس-آی د کوم مولانا په لباس کی ورته کړیده که نه اسلامی او انسانی بنیاد نلری هغه هم په خپل کور او خپل ورور باندی!! منتهی حماقت او غلامی ده چی انسانیت تر سوال لاندی راولی
    مؤمن هیڅکله هم بپر مؤمن تیری نکوی او حتی هڅه یی هم نکوی او د اختلاف په صورت کی په بماانزل الله فیصله کوی نه د شر په مرکزونو او د شرارت په متخصصینو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *