تاند- د امریکا دفاع وزارت د خپل هیواد کانګریس ته وویل چې هند به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سره د طالبانو، پاکستان او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره مالي او نورې مرستې جاري وساتي.

پینتاګون د جمعې په ورځ کانګریس ته په خپل وروستي راپور کې ویلي چې که د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب شي ممکن له دې هیواد سره د هند مرستې اغېزمنې کړي.

هند له ۲۰۰۲ م کال را په دې خوا له افغانستان سره د څه باندې ۴ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

د پینتاګون راپور وايي «په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدا په صورت کې هند ښايي د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي څو له دې لارې په دې هیواد کې د طالبانو، پاکستانیانو او چینایانو د نفوذ د محدودولو هڅه وکړي.»

د امریکا د دفاع وزارت راپور همداراز وايي چې هند داسې باثباته او مضبوط افغانستان غواړي چې هغه تروریستان پکې ځالې جوړې نه کړای شي چې د هند ګټې ګواښي او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري.

هند په وروستیو څو کلونو کې افغانستان ته ۸ روسي (ایم آی -۳۵) هیلي کوپتر ورکړي دي.

خو په راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د هند اکثره مرستې د بشري چارو، بیخ بینايي پروژو او اقتصادي پروژو په برخو کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *