په پکتیا ولایت کې د (ګردیزغږ)راډیو خبریال تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د ګردېز غږ راډیو د نشراتو مسوول امین الله امیري وایي ددوی همکار نادرشاه صاحبزاده تېره ورځ لادرکه شوی و چې وروسته بیا شپې مهال یې مړی د مرکز ګردېز اړوند پیر باغ سیمه کې وموندل شو. هغه وايي چې صاحبزاده د چاقوګانو په ګوزارونو وژل شوی او وروسته کوهي ته غورځول شوی دی.
د امیري په خبره نادرشاه صاحبزاده په راډیو کې د ادبي خپرونو چلوونکی و او په خبره یې تردې وړاندې یې چاسره کومه شخصي دښمني نه لرله او نه یې هم د کوم چا یا ډلې له لوري کوم ګواښ ترلاسه کړی و.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي او جزییات به یې له کمیټې سره شریک کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ښاغلي صاحبزاده په وژل کیدو سخته متاثره او خواشینې ده او له حکومته غواړي چې په دې[fb_button] تړاو خپلې پلټنې ګړندۍ کړي او په اړه یې لاسته راغلي معلومات له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي.