تاند: نیوزیلینډ کې پر جوماتونو له برید وروسته حکومت یو کمپاین پیل کړی دی چې خلک په کې په رضاکارانه ډول خپلې کور کې ساتلې وسلې حکومت ته وسپاري.

حکومت وايي، دا کار د بلې داسې خونړۍ پېښې د مخنیوي لپاره کوي او ولسي خلکو یې په دې برخه کې پوره ملا ورتړلې ده، چې له کبله یې لسګونه میله وسله تر اوسه راټوله شوې ده.

 د نیوزیلینډ حکومت وايي، د کمپاین په ترڅ کې ورته تر اوسه ۱۶۹ کسانو ۲۲۴ میله وسلې په رضاکارانه ډول تسلیم کړې دي.

 چارواکو ویلي، په هر ډول وسلو د ساتنې له بندیز وروسته یې د وسلو ټولولو ۲۵۸ کمپونه جوړ کړي او هر څوک چې خپله وسله ورته تسلیم کړي، دوی یې په بدل کې په ښه بیه پيسې هم ورکوي.

 د یادونې ده چې تېره مارچ میاشت کې د نیوزیلینډ په کرایسټ چرچ ښار کې یو اسټرالوي نژاده نیوزیلینډي د دوه جوماتونو پر لمونځ کوونکو برید کې ۵۰ کسان وژلي وو.

له هغې وروسته د نیوزیلیڼد حکومت په کورونو کې وسله ساتل کلک منع کړل او اوس یې رضاکارانه کمپاین کې اعلان کړی هر څوک چې په خپله خوښه وسله ورکړي پیسې به یې واخلي، خو که کمپاین ختم شو او وسله چاسره ونیول شوه، سخت قانوني اقدام سره به مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *