تاند: د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکړی چې څو اوونۍ وروسته به د سولې دویمه بین الافغاني ناسته هم وشي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼې نن یکشنبه د حمد الله محب اود جرمني د سفیر پیټر پراګل د لیدنې په حواله دا خبره کړې ده خو د ځای او مشخصې نېټې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

 ملي امنیت شورا وايي، د سولې د دویمې افغاني ناستې د تنظیم او همغږۍ برخې ځینې کارونه وخت ته اړتیا لري.

 دې لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار، د جرمني سفیر ته سره خبرو کې ویلي د سولې د افغاني غونډو دوام چې هر ځای او هر وخت وي، دې پروسې ته ګټور ثابتېدای شي.

 حمدالله محب د دوحې غونډې ته په اشاره ویلي، که څه هم پر دغه غونډه ملاحظات وو، خو بیا هم د سولې لپاره یو ښه پیل و چې وشو.

 کتنه کې د جرمني سفیر هم حمدالله محب ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې افغان سولې پروسې سره مرستو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه ټولې افغاني ناستې به له کابل سره په همغږۍ راجوړېږي.

 د سولې لومړۍ بین الافغاني غونډه چې کابل یې هم هرکلی وکړ د جولای په ۷مه اواتمه دوحه کې د جرمني او قطر په کوربه توب وشوه.

دې غونډه کې د افغان حکومت یو شمېر استازو هم ګډون کړی و چې د پای اعلامیه یې له هرکلي او یو لړ غبرګونونو سره مخ شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *