تاند: افغان ځانګړو ځواکونو د ورستیو بریدونو په تړاو کابل ښار کې د طالبانو لس کسیزه او د داعش ډلې د یو مشر په ګډون پنځه کسیزه شبکه نیولې ده.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په دغو شبکو پسې ځانګړي عملیات کړي او بیګا شپه یې د داعش خراسان ډلې پنځه غړي کابل ښار کې دننه نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، په نیول شویو داعشیانو کې یو د دغې ډلې د لوژیستیک مسوول جمعه خان هم شامل دی چې شپاړسمه ناحیه کې پرې ځانګړي عملیات شوي او نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت دغه راز وايي، چې خاصو ځواکونو یې چهار اسیاب ولسوالۍ کې د جګړه ییزو عملیاتو په ترڅ کې د طالبان د ډلې نه ۱۰ کسان نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو او داعش وروستیو بریدونو تر ډېره ملکي کسانو ته تلفات اړولي دي.
د ملکي وګړو د دفاع او خوندیتوب سازمان ویلي، په وروستیو لسو ورځو کې ۴۰۰ ملکیانو ته په بریدونو او نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې چې د تېرو میاشتو په پرتله زیاتوالی ښيي