تاند: د کابل د یو خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد قیس محمدي د سویلي اسیا د ۱۶ هېوادونو د پوهنتون د استادانو ترمنځ د غوره استاد جایزه ترلاسه کړه.
قیس محمدي چې د کاردان پوهنتون استاد دی، دې جایزې او لقب لپاره، ای سي بي ایس پي (لوړو زده کړو بنسټونو ته د اعتبار ورکولو نړیوالې شورا) لخوا د امریکا په تکزاس ایالت کې د جون د ۲۱مې او ۲۴مې د سیالیو په ترڅ کې نوماند شوی و.
نوموړي له تاند سره خبرو کې وویل، دغې شورا سره د ۶۰ هېوادونو ۱۲۰۰ پوهنتونونه غړیتوب لري چې ټوله نړۍ یې په ۱۱ زونونو ویشلې او افغانستان یې لسم زون کې له ۱۵ نورو هیوادونو سره یو ځای کټګورۍ کې اچولی دی: (( زه د همدې کټګورۍ د استادانو تر منځ سیالیو کې نوماند وم او د غوره استاد لقب یې راکړی دی.))
قیس محمدي په داسې حال کې د سویلي اسیا د غوره پوهنتوني استاد لقب ترلاسه کوي چې تر دې لږ وړاندې د اریانا افغان ترک لېسې یو زده کوونکي زکریا شینواري په امریکا کې د ۷۹ هېوادونو د نابغه زده کوونکو په المپیاد کې یو د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی و.