تان: افغان چارواکو د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د ۲۴ غړو وژلو ادعا کړې ده.

د میدان وردګو د والي له دفتر تاند ته را استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه عملیات بیګا شپه د جغتو ولسوالۍ بلندخېلو، کمال خېلو او چوپان کلیو کې شوي دي چې په پایله کې یې د طالبانو د سرې قطعې ۲۴ غړي وژل شوي او درې کسان یې امنیتي ځواکونو له ځان سره بیولي دي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې چې افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه لایزري وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

خو ځايي خلکو بیا ادعا کړې ده چې په دغو عملیاتو کې ۱۱ ملکیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم خپره کړې اعلامیه کې ویلي، وژل شوي کسان د دوی وسله وال نه دي بلکې ملکي وګړي دي.

دفاع وزارت او نورو امنیتي ادارو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر په بیا بیا ویلي دي چې ملکي تلفات ورته د منلو نه دي او عاملینو سره به یې سخت برخورد وشي، خو یو شمېر شنونکي بیا وايي، طالبان خپل تلفات اکثره د ملکي تلفاتو په نوم تبلیغوي او دې کار کې يې پر افغان حکومت ځان برلاسی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *