تاند- د سروزرو د نړیوالې شورا له وروستي فهرست سره سم د نړۍ په هیوادونو کې تر ټولو زیات سره زر د امریکا متحد ایالتونه لري.
امریکا په تېرو لسو کلونو کې تل لومړی مقام لرلی دی.
د دې هیواد د سروزرو اندازه څه باندې ۸ زره ټنه ده چې د سرو زرو د زېرمې تر دوهم ستر هیواد دوه برابره ډېره ده.
دوهم مقام د جرمني دی. جرمني ۳ زره ۳۷۰ ټنه سره زر لري. د ایټالیا د سرو زرو اندازه څه باندې ۴۵۲ ټنه ده، څلورم مقام د فرانسې دی چې د سرو زرو د زېرمې اندازه یې څه باندې ۴۳۶ ټنو ته رسېږي.
روسیه په دې فهرست کې د سرو زرو د اندازې له پلوه پنځم مقام لري.
د روسیې مرکزي بانک په تېرو ۶ کلونو کې د خپلو سرو زرو زېرمه پراخه کړې ده او یوازې یې په ۲۰۱۷ م کال ۲۲۴ ټنه سره زر رانیول او تر چین یې د خپلو سرو زرو زېرمه واړوله.
له روسیې وروسته له شپږم تر لسم مقام په ترتیب د دغو هیوادونو دی:
چین، سویس، جاپان، هالنډ او هند.
په اسلامي او عربي هیوادونو کې تر ټولو ډېر سره زر سعودي عربستان لري. د سعودي عربستان د سرو زرو زېرمه ۳۲۳ ټنو ته رسېږي. دومره سرو زرو سعودي عربستان ته د سرو زرو د زرېرمې د لرلو له پلوه په نړۍ کې ۱۶ مقام ورکړی دی.
له سعودي وروسته د عربي هیوادونو په منځ کې لبنان، الجزایر، لیبیا او عراق زیات سره زر لري.