تاند: د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، د یو شمېر اشخاصو او افرادو لخوا پر ارګ د اخلاقي فساد تورونه، سیاسي، عقده يي او کمپایني بڼه لري.
سرور دانش دا خبرې نن یکشنبه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کې دولتي بنسټونو د همغږۍ غونډې ته وینا کې کړې دي او زیاته کړې یې ده ولسمشر د حکومت پاک ترین انسان دی.
نوموړی وايي، یو شمېر کسان د ارګ او ولسمشر په ادرس د خپلو حق او ناحق سیاسي غوښتنو او ټاکنیز کمپاین لپاره عقدې سړوي.
سرور دانش په لویې څارنوالۍ غږ کړی چې دا ادعاوې دې وڅېړي او که څوک یې ثابت نه کړای شي نو عاملانو سره دې یې جدي برخورد وکړي: (( دا اوازې باید وڅېړل شي، که ثابته شوه چې داسې څه شته نو له عاملانو سره دې یې جدي قانوني برخورد وشي تر څو د حکومت له ټنډې د شرم داغ ایسته شي.))
غونډې ته په وینا کې د بشري حقونو په برخه کې کابل لپاره ملګرو ملتونو استازي رچرډبینټ هم ټینګارکړی دی چې که د ښځو د ځورونې په تړاو تورونه ونه څېړل شي، د ښځو کاري چاپېریال ناامنه کېږي او د ښځو په کاري روحیه منفي اغېز اچوي: (( خوندي کاري چاپيریال د هر افغان حق دی، هر چا چې په دې اړه شکایت کړی، معنادا چې هغوی له تاسې څخه د شکایتونو د ارزونې برخه کې مرسته غواړي.))
بلخوا لویې څارنوال فرید حمیدي دغې غونډې ته وینا کې ډاډ ورکړی چې حکومت اړ دی تر څو ښځو ته خوندي کاري چاپېریال برابر کړي او هر څوک چې د هغوی کاري چاپیریال زیانمنوي له هغه سره جدي قانوني برخورد وکړي: (( موږ به د خپلې خپلواکۍ په ساتلو دغه تورونه له یوې مخې وڅېړو.))
د حکومت لخوا په لوړه کچه دا توند غبرګون وروسته له هغې ښودل شوی چې بي بي سي د شپږو پخوانیو ښځینه دولتي کارمندانو له قوله د حکومت لوړ پوړي چارواکي او یو وزیر د ښځو په جنسي ځورونه تورن کړ.
تر دې وړاندې د ولسمشر غني د امنیت پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي ارګ تورن کړی و چې د فحشا د ترویج لپاره کار کوي.