تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په دوام پر احتمال اندېښنه ښکاره کړه.
پینتاګون په یوه راپور کې، چې د جمعې په ورځ یې کانګریس ته وړاندې کړی دی، ویلي چې «د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمه لا هم د طالبانو او د هغو د حقاني شبکې، القاعده، لشکرطیبه، د پاکستاني طالبانو تحریک، داعش او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په شمول د بېلابېلو ډلو پناهځای دی.»
د پینتاګون په راپور کې، چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت یې سرلیک دی، راغلي«د پولې په دواړو خواوو کې د تروریستانو ځالې د افغانستان او پاکستان لپاره امنیتي ستونزې پېښوي او د سیمې امنیت او ثبات ګواښي.»
پینتاګون په دې راپور کې همداراز ویلي چې افغان او پاکستاني پوځیان ښايي د پولې په اوږدو کې له یو بل سره نښتو ته دوام ورکړي.
پینتاګون په عین حال کې ویلي چې د ۲۰۱۹ د مې په پیل کې په پوله کې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره سره ولسمشر اشرف غني او صدراعظم عمران خان وتوانېدل چې په اغېزمن ډول د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغانستان له څو کورنیو ګواښونو سره مخامخ دی چې هر یو یې د بهرنیو لوبغاړو له ملاتړه برخمن دی.
د پینتاګون پر اساس د افغانستان د ثبات اساسي ګواښ طالبان دي چې د بهرنیو لوبغاړو له لوري یې ملاتړ کېږي او پناه ورکوي.