تاند: انګلستان په سوپر اوور کې په یوه منډه د ۲۰۱۹ کال د نړیوال پنځوس اوریز جام اتل شو.
سیمي فاینل پړاو نه نیوزيلینډ د هند په ماتولو او انګلیند د اسټرالیا په ماتولو فاینل پړاو ته راوتلي وو.
د نننۍ سختې لوبې لومړۍ پاڼۍ نیوزیلینډۍ لوبډلې وکړه چې پنځوسو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته ۲۴۲ منډ هدف کېښود.
نیوزیلنډ لپاره هنري نیکولس ۵۵ او ټام لیتم ۴۷ تر نورو ډېرې منډ وکړې، چې تر ټولو زیاتې ویکټې یې د انګلینډ کریس ووکس او لیم پلنکټ واخیستې، دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې یې د انګلینډ لپاره بینسټوکس ۸۵ او جوس بټلر ۵۹ تر نورو زیاتې منډې وکړې خو په اخره کې د انګلینډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو لوبه له نیوزیلنډسره مساوي شوه.
که څه هم پنځوس اوریزو سیالیو کې سوپر اوور نشته خو امپایرانو بیا هم د ضرورت په اساس د لوبې فیصله سوپر اوور ته معطله کړه.
سوپر اوور کې انګلینډ لپاره جوس بټلر او بینسټوک مقابلې لوبډلې ته ۱۶ منډ هدف کېښود چې دنیوزیلینډ جیمي نیشام او ګوپټل دغه اوور کې ایله ۱۵ منډې وکړای شوې او نړیوال جام یې بایلود.
د یادونې ده چې انګلینډ او نیوزیلینډ په لومړي ځل نړیوال جام سیالیو فاینل کې سره مخامخ شول.
انګلینډ چې د کرکټ مخترع هیواد بلل کېږي، تر اوسه یې نړیوال جام نه و ګټلی.