سفارت د یو هیواد رسمی سیاسي نماینده ګي وي او سفیر په هغه هیواد کې د ولسمشر مستقیم استازی. همدا شان د سفارت ځمکه او ودانۍ په کوربه هیواد کې داسې انګیرل کیږي، لکه د هیواد خپله شتمني- انګیرل نه بلکې وي. ډیپلوماتان باید د کوربه هیواد له ژبې، کلتور او سیاست سره په کافی اندازه اشنايي ولري، چې وکولای شي ورځنی موضوعات په ښه توګه درک او د خپل هیواد دریځ څرګند او دوامداره لابی وکړي.
خو دا هر څه بیا د د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې سر چپه دي. له بده مرغه له وزارته نیولی بیا تر سفارته پورې ډیری ډیپلوماتان د اقا او د کاکا له ادرسه مقریریږي، سفارت کې کار کول ورته یوه اشرافی وظیفه ښکاری او په کومه ورځ چې جناب ډیپلومات مقرر شی، بیا نو داسې فکر کوي، چې ګوندې صاحب واجب الاحترام، صاحب د مقام، رفیع العظام دی. خدمت یی هدف نه وي، صرف پرستیژ او لوړ امتیاز یی عقل او حواس مصروف ساتلي وي. دیپلوماتان هم د اشخاصو او پارټیو په تقسیماتو ګمارل کیږي، چې هماغه تنظیمي، قومي او ژبني ګند یی په ټولو ديپلوماتیکو چارو کې حاکم وي. دلته د بیلګې به توګه غواړم په کاناډا کې د افعانستان په سفارت کې په موجوده ستونزه او د ډیپلوماتانو په تبعیض، تنبلي، عیاشی او په بی باکه مصارفو رڼا واچوم.
لومړی، کاناډا ته چې هر څوګ د ديپلومات په توګه راځي له اوله یی دا هوډ کړی وي، چې بیرته به نه ستنیزي، په تیرو دوه لسیزو کې ۹۰ ٪ ډيپلوماتان افغانستان ته ندی ستانه شوي، چې اکثره اوس له کورنیو سره کاناډا کې ژوند کوي، یو له هغو پخوانیو ډیپلوماتانو څخه (تمیم امینی) دی، چې لا تر اوسه هم د محلي کارمند په توګه کار کوي. بل صاحب د عزت، اشرف المقام، معظم العظمآ جناب میرویس صالحي دی، چې کلونه پخوا د ډیپلومات په توګه کاناډا ته پارسل شوی و. کله چې یی دوره پای ته ورسیده، نو جناب میخکوب همدلته مقام ګزین شو. له څو کلونو وروسته کله چې د کاناډآ تابعیت يې ترلاسه کړ، نو د هماغه فایقه او جلیلیه روابطو په لرلو سره، چې رفیع مقام د جمعیت حزب له لوړپوړو چارواکو سره غزولي وي، نو دا څومه دوره ده، چې بیرته کاناډآ ته د ډيپلومات په توګه معرفی کیږی او دوره یی لا پسی تمدیدیږي، جالبه خو لا دا ده، چې جلالتپور صیب کاناډايي حکومت ته د محلي کارمند په توګه معرفي دی او دواړه خواوې ښه په درز کې خرپوي. یاني د یوه کاناډایی تبعه په توګه له ټولو کاناډایي امتیازاتو هم برخمن دی او د افغانتسان له غریب حکومته هم د میاشتې ۶- ۱۰ امریکايي ډالر لکه د کوچنی اختر سرسایه حاجت روا او بی باکه وهي. ددې تر څنک، په میاشت کې د ۲-۳ زره امریکايي ډالرو پورې یوازې د کور د کرایې په نوم د بهرنیو وزارت له بودیجې ورته راروانې دي.
د کانادا او د افغانستان د سفارت روابط د همدغو نوابیغو له برکته بلکل صفر دي. ډیپلومات صیب له سهاره د ماسپښین تر یوې بجې پورې د ژبې کورس ته ځي، کله چې دوتر ته تشریف فرما شي، نو د غرمي د ډوډۍ وخت شي، تر دوو بجو پورې وقفه وي. له وقفې وروسته جنابان په خپله خیټه د ترحم په پار قدم وهلو ته بهر وځي؛ تر څو بیرته راځي نو درې نیمې بجې وي، نیم ساعت په دفتر کې ګپ شپ ولګوي، په قهقرآ خندا ټول سفارت خوځوي، په ځانګړي توګه جناب سرپرست صیب، د علم خزانه او د ډیپلوماتانو دوردانه شرفپور ښاغلی [عبدالجبار رحیمي]. په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوه، چې د کاناډا رویال بانک د افغانستان بانکې حساب د مالي فساد او د تور پیسو د سپینولو په تور بند کړ.
اصولآ صالحي باید سرپرست وای، ځکه د موقف په حساب ښاغلی صالحي، مستشار وزیر دی او له لومړي سکرتر نه یې موقف لوړ دی، خو رحیمي چې لومړی سکرتر دی عملآ سرپرست دی. نو سوال دا پیدا کیږي، چې دا څنګه؟ ځواب يي دادی، چې صالحی د کاناډآ له حکومت سره محلي کارمند معرفي ځکه دی د کاناډآ تبعه ده او نشي کولای چې په رسمي ډول په کاناډآ کې د افغانستان د ډیپلومات په توګه دنده ترسره کړي.
اوس به راشو مالي امتیازاتو ته. هر ډیپلومات په یوه ربع کې تر ۱۸ زره امریکايي ډالر معاش اخلي، له ۲۰۰۰-۴۵۰۰۰ امریکايي ډالر د کور د کرايي لپاره تر لاسه کوي. په داسې حال کې، په اوټاووا کې بهترین مساعد کور به ۲۰۰۰ کاناډآيي ډالر څخه زیاته کرایه نه لري. دغه جنابان څه کوي، له شخصي رهنمای معاملات والو سره جوړ دي، په ارزانه کور کې اوسیږي او سند د ډیر لوړې کرايي والا کور وړاندې کوي، نو باقی پیسي نر غوندې جبت ته شوړه کوي.
په پورته تصویرکې په وروستې کتار کې ناست له کیڼ اړخ څخه لومړی کس میرویس صالحي دی.
کله چې د ولسمشر دویم مرستیال کاناډا ته په یوه سفر راغلی و، نو د سفارت سرپرست رحیمي له دانش صیب سره په خوا کې ناست دی او صالحي، چې د تصویر اخیستلو په وخت کې سر ټیټ نیولی تر څو د کاناډا حکومت ته ځان محلي کارمند معرفي کړي او په وروستي صف کې ځان وښيي. د پروتولکول له مخې باید میرویس صالحي په لومري صف کې او د دانش صیب خوا کې ناست وای. له دې نو اوس تاسو زموږ د ډيپلوماتیکو دستګاهو وضعیت مالوم کړئ.
د تعصب مسله ډیر دردونکې او خطرناکه ده. د جمعیت اړوند ډلې ډيپلوماتانو تل هڅه کړې، چې پښتانه محلي کارمندان په یو شکل نه په یو شکل له سفارته بهر کړي. که یی د قرارداد وخت پوره شي، دوره یی نه ورتمیدیدوي. په ډیر تدریجي او سیتماتیک شکل سره یې هم پښتانه له سفارته وویستل اوهم پښتو ژبه. یو کس د ایمل یوسفزي په نامه د شنکۍ کړوخیل وخت مقرر شو، چې په پښتو او دري او انګریزي ژبه یی کاملا تسلط درلود. هغه د سفارت ټول مواد لکه فورمې، په لیکه غوښتنلیکونه او د ویبپانې ټول مواد پښتو ته وژباړل. ایمل یوسفزي ته هم په ډیر مهارت دسیسه جوړه شو او اړ يې کړ، چې له سفارت څځه استعفآ ورکړي. هغه مواد تر ننه هم ورک دي.
د سفارت ویبپاڼې د منظمې جوړېدا لپاره ۱۴ زره امریکايي ډالر ځانګړي شوې و، خو کله چې د جمعیت ډیپلوماټان په دې پوه شول، چې فورمې پښتو ته اړول شوي او په ویبپاڼه کې به پښتو هم ځای شي، نو ټول ویبسایټ یی له مینځه یوړه او ځانګړې شوې پیسې یی هم خپلو کې سره تس نس کړې.
ښاغلی ډیپلوماتپور لومړی سکرټر عام تام حکمفرمآ عبدالجبار رحیمي، له کومې ورځې نه چې د کاناډا په خاوره خپل قدم به احسان تبرک بختورکړی او د کاناډا خلکو، حکومت او کانادا میشتو افغانانو ته یی بې ساري انوار حسنات او کمال تبرکات له ځان سره راوړي، جناب مقام والا له هماغو لومړنیو ورځو نه په دې هڅه کې و، چې څنګه د کاناډا په خاوره کې شرف د اقامت تر لاسه کړي، نو خپلې میرمن او ماشومانو ته يي کیس اچولی، چې کله یې موده پوره کیږي، نو که د زمان د جبر له وجهې دی مجبوریږي بیرته افغانستان ته ستون شي، نو کورودانه به یې د کاناډا مسکن ګزینه وي او ده ته به هم بیرته د راتلو ابواب اقامات پرانیزي.
د سفیر اقامتګاه چې د سفیر د اوسیدا ځای وي، د همدغو جنابانو د عیاشۍ او زنګه بازۍ په اډه بدله شوې ده. هره هفته اقامتګاه د مستو ډیپلوماتانو د شرابو د پارټي شاهده وي، او د جناب سفیر/ې صیب تخت هر هفته د سپین رنګو، غنم رنګو جینکیو د اشباع حاجت پالنګ وي او حضورمآبانو پر دغه تخت ښې غاړې وکړې.
د پښتنو په غیر قانوني توګه لرې کولو او پر ځای د رحیمې د میرمنې د خپلوانو د مقررولو په اړه خو پخوا هم مطالب خپاره شوې دي، چې د بیا تکرار حاجت یې نشته؛ خو دلته غواړم، چې د سفارت د مقام د نوې سکرټرې په اړه نغوته وکړم. دغه نوې ماه رخ جبین د جناب فضلیتمآب سیکسپرور رحیمې له خوا مقرره شوې او شپږ میاشتې کېږي، چې د سفیر د نه شتون په وجهه رخصت ده او تنخواه ورته کورته ورځې، خو کله کله د جنابانو زړه باید خوشاله کړي.
رحیمې، د لومړي سکرټر په توکه اصلآ دا حق نه لرې چې سرپرست شي او بیا دده مقرریانې د ټولو قوانینو، لوایحو، مقررو او ډیپلوماتیکو پروتوکولونو خلاف دي. بس د خپل سر پادشاهي ده او د جمعیت بې باکه سلطنت دی، چې هیڅ ډول اخلاقي، قانوني او سیاسي اصولو ته ژمن ندی.
نو په پاې کې له ولسمشر ته خواست کوم، لمن درته غوړوم، د خدای او رسول رويې ومنه په کاناډا کې یا د افغانستان سفارت وتړه یا یې غمه وخوره. او یو بل غذر هم درته کوم، چې په بل هر ځای کې واسطه، رابطه او شخصي علایق په نظر کې نیسئ، حد اقل ډیپلوماتان وړ او ناپییلي کسان معرفي کړئ. کنه د سفارتخانو حال به نور هم له دې بدتر شي.