تاند: د امريكا فضايي ادارې ناسا اعلان كړى چې د دوى عملياتي ډله به په اوو راتلونكو كلونو كې د مريخ پر سور رنګه سياره د اكسيجن د توليد زمينه مساعده كړي.
دغه اداره وايي، مريخ ته د دوى تلونكې عملياتي ډلې ته پلان وركول شوى چې پر اوو ساينسي مسايلو تجربې وكړي. كه دغه تجربې بريالۍ شي، نو تر ۲۰۲۱ كال پورې به پر دغه سور رنګه سياره د ژوند كولو ټول امكانات برابر شي.
د ناسا د خپرو كړيو معلوماتو له مخې، مريخ ته ((د شفټ ان ګيېرز)) په نوم عملياتو لپاره تلونكې ډله به له كيوروسټي څخه په څو چنده لويه بېړۍ كې واستول شي او په لومړي اقدام كې به له كاربن ډاى اكسايډ څخه د اكسيجن د استخراج چاره ترسره كړي.
په دغه سفر به نږدې دوه مليارده ډالر مصرف راشي او د مساپرو د بېړۍ وزن به له زرو كېلوګرامو زيات نه وي.
د شفټ ان ګيېرز عملياتي ډلې يو تن پروفيسور ټام پاييك وايي، دوى ته د لومړنۍ تجربو لپاره د څلوېښتو كېلو ګرامو په اندازه د موكسي په نوم ماشين وركول شوى، څو په لومړنيو تجربو كې ترې د فضا نوردانو شاوخوا ته له كاربن اكسايډ څخه د اكسيجن په توليد كې ګټه واخستل شي: (( دا عمليات به تر راتلونكو اوو كلونو ډېره پراختيا ومومي تر دې چې عام انسان به هم مريخ ته د تلو بريالى سفر ولري.))
زموږ علمای جاهل به څه فرمایي!ا ایا اوس هم د یو مسلمان زور له۱۰ کافرو باربر دی؟
ایا دا خبره یې مغز ته رسی که نه؟