تاند- د نړۍ په ځینو هیوادونو کې د نورو مسابقو ترڅنګ د انتیکو ږیرو او بریتونو سیالي هم کېږي. دا د سږنۍ مسابقې عکسونه دي چې د جرمني په شتوتګارد کې د څه باندې ۳۰۰ ږیرورو او بریتورو ترمنځ وشوه.
د انتیکو بریتونو او ږیرو مسابقه له ۱۹۹۰ کال را په دې خوا په هر دوو کلونو کې یو ځل کېږي. په سږنۍ مسابقې کې د ۲۰ هیوادونو برېتورو او ږیرورو برخه اخیستې ده.
دا مسابقه په مختلفو کته ګوریو وېشل شوې او د هرې برخې غوره کسانو ته جلا جلا جایزې ورکول کېږي. که عکس کلیک کړئ غټ به شي.