تاند: د ملي یووالي حکومت یوه سرچینه له پاکستان سره د هند او افغانستان د هوايي حریم د بېرته خلاصېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت شورا د اخذ او همغږۍ ریاست هم پر خپله ټویټر د خبر تصدیق کړی او زیاته کړې یې ده چې د افغان حکومت د پرله پسې هو وروسته پاکستان خپل هوايي حریم د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستی دی.

سرچینه وايي، له دې وروسته به کابل- ډیلي ته د یوې الوتنې بیه بیرته یوسلو شپېته ډالرو پورې راښکته شي په داسې حال کې چې کله د پاکستان هوايي حریم تړلی و، نو د ایران له لارې کابل نه نوي ډيلي ته د یوې الوتنې د ټکټ بیه ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ ډالرو ختلې وه.
دغه راز د پروازونو موده هم له یو نیم ساعت نه پنځو ساعتونو ته اوږده شوې وه.

د دغه هوایي مسیر په بندیدو د ملکي هوايي چلن ادارې خبر ورکړی و چې ۴ میاشتو کې یې افغانستان ته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسولی دی، ځکه نو افغان حکومت له پاکستان سره د هوايي مسیر تر څنګ دوه نور مسیرونه هم ځانته پیدا کړل.

پاکستان خپل هوايي حریم پر دغه هیواد د هند له هوايي بریدونو وروسته تړلی و او ۱۳۷ ورځې وروسته یې دا دی بیرته پرانیست.

پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر یوه موخه هم دا ښودل شوې وه چې پاکستان قانع کړي تر څو د افغانستان پر مخ خپل هوايي او ځمکنۍ لارې پرانیزي.

One thought on “کابل ته له ۲۷ ملیونه ډالر تاوان اړولو وروسته پاکستان خپل هوايي حریم پرانیست”
  1. د پاکستان پر هوايې حریم دې ډیره تکيه نکوي او همهاله دي هغه دوه نور مسیرونه هم روان وساتي ،ځکه دا دهمغه مسیرونو زور دي ، او پر پاکستان باور نسته کيدای سي سبا يې بيا بند کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *