تاند: کابل کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارټن وايي، هېواد یې افغانستان کې پر هغه سوله باور لري چې د افغانستان له جمهوري نظام او اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.
نوموړي دا خبرې د فرانسې د ملي ورځې په ویاړ سفارت کې جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
نوموړي ویلي فرانسې له هغې ورځې جشن نیولی چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې پيل شوې دي: ((موږ هغې سولې ته ډیر خوشاله یوو چې د افغانستان اساسي قانون او جمهوري نظام سره په ټکر کې نه وي، ځکه اساسي قانون د ټولو افغانانود قربانیو نتیجه دی.))
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د خپلواکۍ له بیرته اخیستلو یوه پېړۍ وروسته دا دی مخ پر ودې هېوادونو کې واحد ملت حسابېږي.
ښاغلي مارټن زیاته کړې، افغانان دوه میاشتې وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته ځي او د خپل نوي زعیم د ټاکلو فیصله کوي: (( دې لپاره اړتیا ده چې ټول افغانان ټاکنو کې برخه واخلي. اجازه باید ور نه کړل شي چې څوک افغانان د ټاکنو له حق څخه محروم کړي.))
نوموړي پر ټاکنیزو کمیسیونونو هم غږ کړی دی چې رڼې او بې طرفانه ټاکنې ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، هېواد افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه کې زیاتې قربانۍ ورکړې دي او باید اوس د افغانستان لاسته راوړنې چې په هر ډول وي وساتل شي.