تاند، سه شنبه ـ د چنګاښ ۲۵مه: ملګرو ملتونو په تازه ارقامو کې ویلي، ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲ ملیارده انسانان له خوندي خوړو محروم دي چې زیاتره یې شمالي امریکا او اروپا کې هم شته.

راپور وايي، دا مهال د نړۍ د څلور برخې نفوس یوه برخه له خوندي خوړو بې برخې ده، ان شمالي امریکا او اروپا کې هم ۸ سلنه خلک په دغې ستونزه اخته دي.

ملګرو ملتونو له حومتونو غوښتي دي چې د زیاتو خوړو د پیدا کولو پر ځای د خوندي خوړو د پیدا کولو په تړاو تمرکز وکړي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې زیاته کړې، د ۲۰۱۸ کال په پرتله سږ کال د خوندي خوړو ستونزه ډېره شوې چې افریقا، منځنی ختیځ، لاتینيامریکا او کارابین یې تر مستقیمې اغېزې لاندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *