فاریاب کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۳ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي په دې اړه نن تاند ته وویل، بیګا شپه پښتونکوټ ولسوالۍ کې د نظیراباد سیمه کې د طالبانو ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه هوايي بریدونو کې هم دولت اباد ولسوالۍ توپ خانه کلا سیمه کې دوه طالبان وژل شوي او د دغې ډلې سره ملګري ۶ ازبکستاني جنګیالي ټپیان شوي دي.
د رضايي په خبره، دغو نښتو کې پنځه امنیتي سرتېري هم قرباني او ۴ نور ټپیان دي.