تاند، سه شنبه د چنګاښ ۲۵ مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، که امریکا خپل بندیزونه ایسته کړي، د تهران لخوا د خبرو دروازې ورته خلاصې دي.
ظریف له این بي سي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، که مو د اټومي وسلو ترلاسه کولو هڅه کولی، نو اوس به مو دا کار وخته کړی و.
نوموړي دغه راز د ایران پر وړاندې د ټرمپ د نظامي برخورد امکان رد کړ خو زیاته یې کړه د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو او د ملي امنیت مشاور جان بولټن غواړي پر ایران جګړه ونښلي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي وو، که امریکا برجام تړون ته بېرته غاړه کېږدي او خپل بندیزونه پورته کړي، نو ایران کولی شي ورسره خبرې وکړي.