تاند، سه شنبه د چنګاښ ۲۵مه: وروسته له هغې چې د کندهار خاکریز کې د واده د موټر ملکیانو ته د سړک د غاړې له ماین درنه مرګ ژوبله واوښته، ملګرو ملتونو په افغانستان کې ژر تر ژره د سړک د غاړې ماینونو د نه کرلو غوښتنه کړې ده.

یوناما په کابل کې نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، ماین یوه غیر قانوني او بې مخه وسله ده چې اکثره د ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

پرون طالبانو د کندهار- خاکریز پر لویه لار درزاب سیمه کې د ملکیانو پر مازدا موټر د سړک د غاړې ماین چوولی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شول.

همدا راز د بلخ په چهاربولک کې هم د طالبانو لخوا ښخ شوي د سړک د غاړې ماین دوه ماشومان ووژل او غور ولایت کې بیا د طالبانو د سړک د غاړې ماین د یوې کورنۍ شپږ وروڼه ووژل.

نه یوازې ذکر شوې پېښې بلکې فاریاب، ننګرهار، بغلان اوو ډایکنډي په دې وروستیو کې د ورته خونړیو پېښو شاهدان وو چې ملکیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې غبرګون یوناما له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره ملکي تلفات ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جولای په ۷مه او اتمه له یوې خوا د ملکیانو د نه وژلو اعلامیه له دوحې څخه له افغانانو سره په ګډه نشر کړې، له بلې خوا د طالبانو د تحریک سیاسي مرکچي عباس ستانکزي ویلي، د ملکیانو د تلفاتو په تړاو اعلان شوی پرېکړه لیک د عملي کېدو وړ نه دی او نه پرې ضرور ده چې دوی عمل وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *