د افغان وطن ناخوالۍ زښته زیاتې دي. هره ورځ له یوې نوې فاجعې سره مخېږو. څنګه کولای شو له دې حالته ځان وباسو یا یې مخه ونيسو؟ څنګه کولای شو، چې دا فاجعې را کمې کړو؟ څنګه کولای شو چې موږ سره منسجم شو او همدې ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو؟ په دې برخه مکمل بحث ته را سره و اوسئ.
په لومړي سر کې وطن ته تر ټولو ستر ګواښ تروريستي ډلې او خلک دي. چې وژنه، ترور او ورانکاري یې ورځنی کار ګرځېدلی دی. د دغه خلکو سره یوازې په سنګر کې جنګېدل نه دي لازم، بلکې په رواني لحاظ یې باید تر ټولو کلکه مخه ونيول شي. بیا دا ډلې نه یوه ده نه دوې، امارت دی، اخواني دي، ايزبي دي، جمعيتي دي، داعش دی، تحریر دی، القاعده ده. ښه نو له ټولو سره څنګه کولای شو پر یوه سوچه افغاني مبارزې هوکړې ته و رسېږو؟ دلته اړتیا ده چې یو ځوان نسل را پاڅي او یوه داسې ډله په ټول قوت سره جوړه کړي چې د دغه ټولو تروریستي ډلو سره په خورا کلک هوډ سره مبارزې ته میدان ته شي. دا ځوانان باید کلک افغان وي، د هېڅ کومې ډلې ټپلې تر تاثير لاندې نه وي. یوازې د افغان په ننګ یې توره تړلې وي. لکه خوشال بابا.
په دې وخت کې به مو څه ناڅه ناخوالۍ را کمې شوې وي. همدا مبارز ملګري باید د هر دلال، غل او د دې وطن د بدې غوښتونکي ته ودرېږي او په مقال کې یې سنګر ونسي. که په یوه غوولي او ټغر راټول شو په خوار کم وخت کې به هر څه سم شي او سوچه افغان پخواني دود ته به ستون شو، چې په هغه دود سره به زموږ هر څه افغاني رنګ واخلي او زموږ ستونزې به په مکمل ډول سره حل هم شي.
موږ دا څو کاله حتا یوه پېړۍ کېږي، چې هېڅ مو خپل افغان دود او کلتور ته مخه نه ده کړې، بس کله دېموکراسۍ ته ناڅو، کله اخوانيتوب ته، کله امارت ته، کله خلافت ته، کله کومونيستۍ ته. یوه ورځ یو نر را پیدا نه شو چې ووایي، سړیه موږ خپل کلتور او دود لرو، راځئ پر دغه لاره لاړ شو او د وطن د حل لاره مو همدا ده.
اخر موږ څوک پاتې شو؟ ټولې لارې او ګودرې مو تجربه کړې، یوې لارې هم کار ونکړ، بلکې لا یې بدې ورځې ته و ټيل وهلو. زموږ په نسل کې هر څه دود، کلتور او دین شته دی، که دا خپله ډي اين اې وڅېړو دې پایلې ته رسېږو چې موږ پر دا خپله خټه کې د هر رنګ ناخوالو حل لرو. باید استفاده ترې وکړو او هرې ستونزې ته له دې فارمول څخه ګټه واخلو.
د اور ډله باید د هر هغه چا مخې ته سپر وي، چې یو قدم یې لږ هم کوږ اېښودو سموي به یې. که په نظام کې کوم غاین، غل او غدار و او که بېرون له نظامه و. د هېچا خیال او خاطربه نه کوي پر مخ به ځي. د دې ډلې تر ټولو ښه ځانګړنه به دا وي، چې په سوچه افغاني رنګ به یې اغوستی وي. ته بیا ګوره چې د یو کال په جریان کې دا ټولې ستونزې صفر ته تقرب کوي کنه.
دلته خلک را پاڅېږي، زموږ پر مقدس ارګ او نورو دغسې ځایونو باندې تهمت لګوي، دومره څوک نه پيدا کېږي، چې د دغه خلکو مخ ته یو څو څپړې کش کړي، چې سړیه په کوم جرئت سره ته دا خبرې او تهمت لګوې. په کوم منطق ته دا خبرې کوې؟ باید ګريوان ته یې لاس ور واچول شي او ميدان ته را کش کړل شي. دا خو اوس د شاه غازي امان الله خان زمانه نه ده، چې ګوډ ملا دې را پاڅي او خلک دې لکه پسونه ور پسې شي. اوس یوويشتمه صدۍ ده، باید تاریخ بېرته په موږ تکرار نه شي. د تکرار مخه نیول یې زموږ مسوولیت دی او پر وړاندې یې باید ودرېږو.
د دغه تر څنګ باید، موږ په ټول توان سره، په نظام کې د فاسد او فساد مخه ونيسو. په تعليمي نظام کې چې کومې ستونزې دي، دغه ته رسېدنه وکړو. تر اوسه پورې موږ د تعليمي نظام څېښتن نه شو. اوس هم په هر پوهنتون کې یو یو فرعون شته دی، چې هر څه د هغه تر لاس لاندې دي. څوک چې د دغه فرعونیانو غلام دي، د هغه شوړې او کيسې دي نورې په رڼو سترګو ورته ګوري. او د غني خان دغه شعر به وایي. دا زموږ تر سترګو وړاندې غني ګوره څه تېرېږي………
دا وطن زموږ وطن دی، حق لري چې ویې ساتو. دا رنګه ساتل یې چندانې خوندور نه دي روان دي. هر چا دفتر نه بلکې د معاملاتو دوکان خلاص کړی دی، او خپلې شوړې پکې وهي. تاسې یو ځل دولتي ادارو ته سر ور ښکاره کړئ چې څه کيسې پکې وراني دي، د مالیې وزارت عادي کارمند د نورو ادارو تر وزير او معين زیات امتیازات اخلي. لامل یې څه دي؟ لامل یې همدا دی چې د وطن د مالکیت حس یې مړ شوی دی. ځان ورته ايانی یا پاکستانی ښکاري. خپل ورځنی کار لا په سم ډول نه اجرا کوي. د شوړې په تمه ورځ تېروي. د دغه خلکو په وړاندې یوې قوي جدي مبارزې ته اړتیا ده. دا افغاني ډله به د دغه خلکو مخه نيسي او مخ پر وړاندې به ځي. دا وطن په یوه کړنګ ولاړ دی، که ځوانان او په تيره بیا هغه کسان چې مسوولیت ورته متوجې دی، را ميدان ته نه شي، بیا که تاریخ بیا تکرار شو پړه یې پر همدوی ده. ځکه دوی د نظام او امکاناتو په راس کې دي.