تاند، جهارشنبه، د چنګاښ ۲۶مه: ولسمشر غني د سعودي عربستان له شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان پر سوله غږېدلی دی.

له ارګه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر بیګا ماښام له محمد بن سلمان سره ټلیفوني تماس نیولی ورسره یې د سولې پروسه کې د سعودي پر رول، امنیتي مسایلو، ټروریزم ضد جګړه او د سعودي عربستان بازارونو ته د افغاني تولیداتو برخه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر دغه راز له شهزاده بن سلمان سره په سیمه ییز اقتصادي اتصال کې د سعودي عربستان په رول هم ټینګار کړی .

سعودي عربستان له هغو هیوادونو څخه یو دی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی خو ورسره څنګ کې داسې هم ویل کېږي چې سعودي د پاکستان په څېر له ترهګرو ډلو څخه قوي ملاتړ کوي، خو دواړو هېوادونو بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *