تاند، چهارشنبه، د چنګاښ ۲۶مه: د عامې روغتیا وزارت د هلمند په موسی کلا کې د پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړی دی.

د پولیو د مخنیوي د عامه پروګرامونو مسوول میرجان راسخ وايي، پر پولیو د یوې اووه کلنې نجلۍ د اخته کېدو پېښه د موسی کلا په شورا سیمه کې ثبت شوې ده.

دا سږ کال د پولیو ۱۱مه پېښه ده چې افغانستان کې راښکاره کېږي، د روغتیا وزارت وایي، له دې ۱۱ پېښو څخه ۱۰ یې سویلي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال څلور پېښې هلمند، څلور ارزګان او دوه یې کندهار او بله یوه یې کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د پولیو د مخنیوي ضد کمپاین مسوول میرجان راسخ وايي، سویلي سیمو کې د پولیو پيښې ځکه ډېرې شوې ي چې دغلته ناامنه سیمو کې د پولیو واکسینو اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان اکثره سیمو کې وسله وال طالبان د پولیو واکسینو پر کمپاینونو بندیز لګوي او زرګونه ماشومان یې همدا اوس په سویلي ولایتونو کې له دغو واکسینو څخه محروم ساتلي دي.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي پاتې ده.

دا ناروغي د درملنې وړ نه ده، خو د واکسینو له لارې یې مخنیوی کېدلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *