تاند، چهار شنبه، د چنګاښ ۲۶ مه:  د سویډن کمېټې ویلي چې طالبانو یې په میدان وردګو ولایت کې ۴۲ روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

سویډن کمېټې یوه خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده نن چهار شنبه ویلي، د وروستیو عملیاتو له کبله طالبانو دوی اړ کړي دي چې میدان وردګو کې خپل ټول روغتیايي مرکزونه وتړي.

سویډن کمېټې ویلي، طالبانو یې په مستقیم ډول کارمندانو ته امر سپارلی چې نور دې په دغه ولایت کې روغتیايي مرکزونه نه پرانیزي.

سویډن کمېټې خپله اعلامیه کې ویلي، دغه ولایت کې یې ۷۷ مرکزونه لرل خو شپږ ولسوالیو کې د طالبانو د ګواښ له کبله خپل ۴۲ مرکزونه تړي.

دغو روغتیايي مرکزونو نه د ورځې ۵۷ زره کسان د ښځو او ماشومانو په شمول د درملنې خدمتونه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د سویډن کمېټې مشره سوني مانسن وايي، د روغتیايي خدماتو بندول په ښکاره له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونې په معنا دي.

طالبانو لا په دې تړاو سپیناوی نه دی کړی، خو دغې ډلې تر دې وړاندې هم د هېواد ګڼو سیمو کې روغتیايي مرکزونه تړلي او بیا يې یا د عملیاتو یا د فشارونو په نتیجه کې د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *