تاند، چهار شنبه، د چنګاښ ۲۶مه: د ولسمشر د کورنۍ د ساتونکو قومندان برید جنرال عبدالغفار احمدزی، چې څو ورځې وړاندې په یو برید کې ټپی شوی و، بیګاه شپه ساه ورکړې ده.

د پي پی ایس دغه قومندان د جولای په ۱۱مه په شپاړسمه ناحیه کې د ده پر موټر د نښلول شوي ماین په چاودنه کې سخت ټپي شو او په وزیر اکبرخان روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو بیګاه یې ساه ورکړې ده.

ویل کېږي چې جنرال احمدزي د ولسمشر د کورنۍ د غړو امنیتي مسوولیت پر غاړه درلود.

د ارګ د ویاند مرستیال عارف صمیم وايي، ولسمشر غني نن د جنرال احمدزي جنازې ته د احترام پر ځای کولو لپاره سردارداوود خان روغتون ته ورغلی و او هغه یې د هېواد او نظام د ساتنې قرباني وباله.

که څه هم طالبانو پر جنرال احمدزي د برید پړه پر غاړه اخیستې ده خو د سیاسي چارو یو شنونکی شیوای شرق تاند ته وايي، نوموړی د حکومت د وروستیو دریځونو په بدل کې د استخباراتي کړیو د دسیسو ښکار شوی دی.

شیوای شرق وایي، د جنرال احمدزي مرګ دا ښيي چې دښمن تر کومه حده ځان د ارګ تر خولې رسولی دی او تر کومه حده خپله وروستۍ هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې ځانته ډیر امتیازات واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *