خبریال: عارف حقپرست- دا بحث یا خبرې اترې، چې د اوښتون کولتوري ټولنې او د ملګرو ملتونو د سياسي نماينده ګۍ UNAMA په مالي مرسته جوړه شوې وه، د پکتيا له ولسواليو او ورڅېرمه ولايتونو څخه پکې شاوخوا ۵۰۰۰ تنو ځوانانو، دولتي چارواکو او مدني فعالينو ګډون کړی و.

په خبرواترو کې د ټاکنو د کميسيون د استازي، مدني فعالانو، قومي مشرانو او دولتي چارواکو لخوا د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې.

په بحث کې د ګډونوالو لخوا د راروانو ټاکنو پر څرنګوالي، شفافيت او د ټاکنو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د پکتيا ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسيون د عامه پوهاوي د مسئول شېرعلي فيضي په وينا ، د تېر په پرتله د ټاکنو په اړه د خلکو لېوالتيا زياته شوې ده. ده وويل :« ‌تر اوسه پورې په پکتيا کې ۵۷ زرو تنو د رايې ورکونې کارتونه اخيستي دي چې په سلو کې ۴۱ تنه يې مېرمنې دي ».

ده زياته کړه ؛ د رايې ورکونې د کارتونو په اخيستلو کې د مېرمنو د ګډون د زياتوالي لامل دادی چې په دې برخه کې د مېرمنو عامه پوهاوی زيات شوی د ی.

د خبرواترو ګډونوال د بحث له جوړېدو خوښ وو او څرګنده يې کړه چې دا ډول پروګرامونه د ټاکنو په اړه د ولسونو د ذهنونو په روښانولو او د رڼو ټاکنو په تر سره کېدو کې مرستندوی ثابتېدای شي.

د بحث يو تن ګډونوال بخت محمد چې له ميرزکې ولسوالۍ څخه راغلی و ، وويل ؛ دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو په اړه په دومره لويه غونډه کې ګډون کوي.

ده زياته کړه ؛ په مناظره کې يې د ټولټاکنو د ارزښت په اړه ګټور معلومات لاسته راوړل او اوس پر دې پوهيږي چې په راروانو ټاکنو کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره داسې چاته رايه ورکړي چې د ولس خدمتګار او هېواد ته وفادار وي.

بحث ته راغلي يوه بل ګډونوال فريد ابراهيم خېل وويل ؛ دا ډول بحثونه د ولسي خلکو او ځوانانو په منځ کې د ټاکنو ارزښت او په دې اړه د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر ګټور دي.

ده زياته کړه ؛ په راتلونکي کال کې د ښو او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ددغسې نورو پروګرامونو جوړولو ته اړتيا ده.

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ حقوقي مشاور سمونمل محمد ګل وايي ؛ راروانې ټاکنې د هېواد لپاره ډېرې ارزښتمنې او ګټورې دي او ولس بايد له دې زرين فرصت څخه ګټه واخلي . ده زياته کړه ؛ پخوا به په دا ډول غونډو کې د ځوانانو شمېر لږ و ، ولې د خوښۍ خبره داده چې په دې مناظره کې په لوی شمېر کې ځوانانو ګډون کړی و.

ده همدا راز د پکتيا ولس ته د راروانو ټاکنو د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې په پکتيا کې د راروانو ټاکنو په اړه دا لومړنۍ مباحثه ده چې زرګونه کسان پکې برخه اخلي .

One thought on “پکتيا : د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر ټاکنو لوی بحث وشو”
  1. دتیر په شان ونه غو لیږی بد ما شان قچا قبران ونه ټا کی چه اکثره د ولیا نو سپی وی او په هډوکی ی غو لوی بیا پښیما نی عزر نده باکه ګناه ده تیر نما یندا ګا نو دخپلو ښڅو په نام نمبری واخیستلی مثا ل ی…..د خوست ولا یتی شورا غړی دغسی فا سد خلک انتخا ب نکړی :

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *