تاند، چهار شنبه د چنګاښ ۲۶مه: راپورونه وايي چې سیما سمر د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له مشرۍ اتلس کاله پس ایسته شوې او پر ځای یې شهرزاد اکبر د کمسیون مشره ټاکل شوې ده.

د ارګ یوې سرچینې تاند ته تایید کړې ده چې سیما سمر له خپلې دندې ایسته شوې ده .

سیما سمر شاوخوا اتلس کاله د دې کمسیون مشره پاتې شوه، چې د توکم پالنې او د بشري حقونو په برخه کې په تعصب تورنه وه، نوموړې باندې دغه راز تور دی چې د جنګي جرمونو د عاملینو په تړاو د بشر د حقونو مستند راپور یې له جنګسالارانو سره په تفاهم پټ ساتلی او په ۱۳۹۲ کال کې بشپړ شوی دا ۴۰۰ مخیز راپور یې چې د تېرو لسیزو د جنایت کیسه کوي لا هم ښکاره نه کړ.

حامد کرزي د خپل حکومت په وروستیو کې سیما سمر په وروستی ځل د پنځو کلونو لپاره د دې کمیسیون مشره وټاکله خو  خو اوس یې پر ځای د هېواد شمال کې پر ۱۹۸۷ کال زېږېدلې شهرزاد اکبر چې لوړې زده کړې یې د انګلستان اکسفورډ پوهنتون کې کړې دي، د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره ټاکل شوې ده.

 شهرزاد اکبر تر دې وړاندې د امنیت شورا کې او د ولسمشر د سلاکارې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *