په داسې وخت کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسله والو طالبانو مشرتابه له امريکايي پلاوي سره د سولې پر خبرو اترو بوخت و، جنګیالیو یې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په څو ولایتونو کې خونړي بريدونه وکړل چې ډېری ملکي وګړي هم پکې تلف شول. دغو بريدونو پوښتنې راوپارولې چې څه ډول وسله وال طالبان په یوه پردي هېواد کې له امریکایانو سره د سولې پروسه پر مخ بیايي خو په عین وخت کې په هماغه کابل کې پر ملکيانو بريدونه کوي، چې څه موده وړاندې پکې زرګونه افغانانو طالب ته د سولې ځولۍ وغوړوله؛ دولت مشر پکې د سولې بې قید و شرطه وړانديز تکرار کړ او له نېک نیتۍ څخه یې د لسګونه طالب بنديانو د خوشي کولو حکم صادر کړ.
د دغو پوښتنو ځواب یوازې دا نه دی چې طالبان غواړي د جګړې په ډګر کې د خپل قوت په ثابتولو سره د مذاکراتو پر مېز خپل ارزښت لوړ کړي؛ بلکې د ملت د سولې د وړانديز ردول، د تاوتریخوالي د کچې زیاتول او د افغانانو د هيلو او غوښتنو پر وړاندې مغرورانه رویه خپلول د دغې ډلې پر سیاسي خامۍ هم دلالت کوي.
بل پلو ته افغان حکومت د سولې لپاره د تل په څېر غېږه خلاصه کړې خو ورسره یې په وسله والو طالبانو کې د سولې مخالفو عناصرو د ځپلو لپاره خپل عمليات هم ګړندي کړي دي. ځينې خلک د حکومت دغه پالیسي د سولې له بهير سره په ټکر کې بولي خو دا کار په اصل کې د وسله والو طالبانو جګړییزې ارادې او سخت دریځۍ ته غبرګون بللی شو.
په همدې هدف، افغان حکومت د امنیتي سکتور مرکزي رهبري د قاطع اشخاصو په لاس ورکړه او په ولایتونو کې یې هم خپل قومندانان تر ډېره هغه افسران وټاکل چې د ځانګړو ځواکونو په ليکو کې کاري سابقه لري او یا هم په جګړه ییزو ماموريتونو کې بلد اشخاص بلل کيږي. له دې څه داسې بريښي چې که حکومت له یوې خوا سولې ته قوي اراده لري نو له بله پلوه د وسله والو طالبانو د جنګي جنون په مقابل کې هم بشپړ چمتوالی ښيي او نه غواړي چې د سولې غږ یې د کمزورۍ په مانا تعبیر شي.
دوحه کې څه وشول؟
امريکا د خپل تاریخ د یوې اوږدې، قیمت بها او ستړې کوونکې جګړې د سوله ییز پای په تکل کې ده او پر وسله والو طالبانو یې د خپلو حريفانو (روسیې، ایران او چين) زیاتېدونکي نفوذ ته په کتو سره بیړه وکړه، چې د افغانستان مساله له څو بعدي او پېچلې کېدو وړاندې راونغاړي. له همدې امله یې په سیمه کې د وسله والو طالبانو بازار ته په کتو سره د دغې ډلې قیمت د مذاکراتو په پیل کې یو څه لوړ وټاکه. د طالبانو له فرمایشاتو څخه څو يې د خبرو پر مېز د اېجنډا برخه وګرځول. پاکستان هم خپل ډوبېدونکي اقتصاد ته په کتو سره پر طالب وسله والو له خپل کنترول څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه، چې د ریبارۍ پر خلاتونو یو ځل بیا ځان تغذیه کړي. خو د امريکا لخوا طالبانو او پاکستان ته کاذبه اشتها د دوی پر زیاتېدونکو نخرو تمامه شوه. ځکه نو، په دې وروستیو کې داسې بريښي چې ګواکې امريکا هم طالبانو ته په لومړیو کې پر منلي امتیاز قایله نه ده. له همدې امله، په دوحه کې د پاکستاني او قطري استازو په شتون کې د خلیزاد او طالبانو تر منځ ترسره کېدونکې ناستې له نسبي پرمختګ وروسته پيکه شوې دي.
د خبرو اترو د سوړوالي بل لامل ممکن دا هم وي، چې وسله طالبان په مذاکراتي بهير کې خپلې اتلس کلنې جګړې ته د جواز او دلایلو په لټه کې دي. له مخالف لوري سره پر داسې څه بې چون و چرا راضي کېدل به، چې د طالب وسله والو د دوو لسیزو له لویو شعارونو سره په ټکر کې وي، د دغې ډلې اخلاقي او سیاسي مرګ ثابت شي. که څه هم په قطر کې د طالبانو لخوا امریکایانو ته د دې تضمين ورکړه، چې ګواکې دوی به د القاعدې په ګډون له نړیوالو ترهګریزو شبکو سره نه یوازې خپلې اړيکې پرېکوي بلکې پر وړاندې به یې کلکه مبارزه کوي؛ دغه تحريک ته ثابته کړه، چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې یې هم باید د یوې سپږې لپاره پوستين په اور نه وای سوزولای او د پاکستان په اېبټ اباد کې د پیدا شوي نړیوال ترهګر (اسامه بن لادن) لپاره یې باید (د دوی په اصطلاح) افغانستان “اشغال” ته نه وای برابر کړی.
په دوحه کې د خلیلزاد او طالب مشرانو تر منځ د خبرو له څو ترسره شویو پړاوو څخه دا هم واضحه شوې چې طالبان د اېجنډا پر موضوعاتو له کوم بل چا مشورې اخلي چې له هماغه ادرسه هم د دوی له مسیر څخه د خطا کولو کوښښونه شوي. دغه سيمه ییز مشاورين له امریکا او افغانستان څخه د طالبانو په خوله د خپلو ګټو تضمينونه غواړي چې مقابل اړخونه یې “په اسانۍ سره” منلو ته تیار نه برېښي.
وضعيت ته په کتو سره وړاندوینه دا ده، د امریکایانو او طالبانو تر منځ که په راتلونکي کې کومه هوکړه کيږي، نو امکان شته چې ظاهري بڼه به یې له اصلي او غیر اعلانیه بڼې څخه بدله وي. د دې احتمال کم دی، چې امريکا به په بشپړ ډول له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، خو داسې جوتيږي، چې واشنګټن به په دې هېواد کې خپل پوځي حضور په مرموز شکل له سره تعریف کړي. همدارنګه د سيمې او نړۍ له دولتي او نادولتي ترهګريزو شبکو سره د وسله والو طالبانو ژورو اړيکو ته په کتو سره به ممکنه نه وي، چې په قطر کې ناست طالب مرکچیان او یا هم بل څوک دې د دوی له تروریستي ډلو سره د اړيکو د نه پاللو تضمين وکړي.
افغانانو ته څه پکار دي؟
افغان حکومت باید د سولې یو داسې مرکچي پلای وټاکي چې د سیاسي اشخاصو پر ځای د ټولنې د ټولو قشرونو استازولي وکړي. په دې برخه کې باید ولسمشر غني د خپلو سیاسي حریفانو فرمایشونه نه، بلکې د ولس غوښتنې او هیلې جدي ونیسي. د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان هم باید د سولې په موضوع کې د ارګ مخلصانه اقداماتو ته د کرېډېټ بازۍ له نظره ونه ګوري او نه هم له بديلو لارو او د امریکا د حریفانو پر مټ د قدرت د ترلاسه کولو هڅه وکړي، چې دغه هڅې یوازې افغانستان د نړۍ د ابر قدرتونو تر منځ د سیالیو پر ميدان بدلوي. ولس دې چا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دوی ګډ او ځنډېدلی د سولې ارمان په ناهيلۍ بدل کړي.
وسله وال طالبان که د خليلزاد په یوه خبره له خپلو سرو کرښو په شا کېدلی شي او د امريکا په غوښتنه د اسامه بن لادن د ملګرو په ګډون له ټولو نړیوالو ترهګرو سره د اړيکو په پرې کولو راضي کيږي، نو د افغان ولس غوښتنو ته دې هم په ورين تندي لبيک ووايي؛ ځان او ځورېدلی ملت دې نور د خپل بې ځایه ضد او د پردیو د ګټو د تضمينولو لپاره نه قرباني کوي. لکه څرنګه چې افغان حکومت د خپلو خلکو په غوښتنه له کوم قید او شرط پرته د سولې مذاکراتو ته امادګي ښودلې، همداسې دې دغه ډله هم د جګړې پر ځای سولې ته بهانې ولټوي. هغه یوه شاعر څه ښه ويلي دي چې:
ته راته مسکی شوې زه پخلا شومه
پاتې مو پښتو شوه شکر سر په سر

په ګران افغانستان کې د تل پاتې سولې په هيله
پای

نوټ: دا لیکنه مې یوه میاشت وړاندې کړې وه خو ….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *