ټرمپ

تاند، پنجشنبه، چنګاښ ۲۷ مه: د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لشکر طیبې د پلار او جماعت الدعوه شبکې مشر حافظ سعید د نیول کېدو هرکلی کړی دی.

ټرمپ په خپل تازه ټویټ کې په دې اړه ویلي، اخر هم لس کاله وروسته د ممبۍ د بریدونو طراح ونیول شو.
ټرمپ زیاته کړې، پاکستان حافظ سعید د دوی د وروستیو دوه کلونو سختو فشارونو نه وروسته نیولی دی.

هند او امریکا پر حافظ سعید تور لګولی و چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ بریدونو کې د همدغه ترهګر لاس و، له همدې کبله امریکا نوموړی د ترهګرو تور لست کې هم شامل کړ.

دغه راز امریکا د حافظ سعید په نیولو لس میلیونه ډالرجایزه هم ایښې وه، چې وړمه ورځ نوموړی له لاهور نه ګوجرانوالې ته د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې پولیسو په لاس کېوت او لکهپت زندان ته واستول شو.

پاکستان تر دې وړاندې هم د امریکا لپاره خپل وفاداره خلک ایمل کاسي، عافیه صدیقي، عبدالسلام ضعیف، د القاعدې مشران او نور نیولي او په ډېر سپکاوي یې ورته سپارلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *