تاند، پنجشنبه د چنکاښ ۲۷ مه: د ملي یووالي حکومت کابینې د میزان د ۶مې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د بودیجې طرحه تایید کړه.

له ارګه په دې اړه تاند ته رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، کابینې پرون مازیګر خپله ناسته کې د دولت د کال وسطي بودیجه کې د راتلونکو ټاکنو بودیجه پاس کړې ده.

ارګ که څه هم روښانه کړې نه ده چې ټاکنو ته یې څومره بودیجه تصویب کړې ده؟
خو تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون کمېسیون ویلي وو چې د ټاکنو ۹۰ میلیونه ډالر بودیجه له حکومته اخلي او پاتې نوره به یې نړیواله ټولنه ورکړي.

د ټاکنو بودیجه کمېسیون ۱۴۹ میلیونه ډالر اټکل کړې وه چې ۲۹ میلیونه ډالر بودیجه یې پرون امریکا پر غاړه واخیسته.

ولسمشر غني د ټاکنو د بودیجې د تصویب ناسته کې ټینګار کړی چې ټاکنې به خامخا کېږي او لویه برخه لګښتونه به یې هم خپله حکومت ورکړي.

ولسمشر دغه راز امر کړی چې هیڅ ډول مادي خنډ باید د ټاکنو په ترسراوي کې پیدا نه شي: (( ټاکنې او سوله د یو بل بشپړوونکي دي، هم به مو پر سوله تمرکز زیات وي، هم پر ټاکنو تمرکز کوو.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د حامد کرزي او نورو سیاسیونو لخوا د سولې په خاطر د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه څو واره شوې ده.

دغو سیاسي کړیو د ټاکنو پر ځای له سولې وروسته د یو مؤقت حکومت طرحه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *