خبرپاڼه
١٢،٨،١٣٩٢
کندهار افغانستان.ـ د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د مخامخ جګړې پر مهال ٧تنه وسلوال طالبان ووژل سول او ٣ نور زخميان سوي دي . دغه وسلواله نښته تېره شپه د يادي سوي ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ژړۍ ولسوالۍسره په سرحد باندي را منځ ته سوې ده چي په پايله کي يې مخالفينوته ياده مرگ ژوبله اوښتې ده .
د تېري شپې په ياده نښته کي افغان ځواکونو او ولسي وگړو ته کوم مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی .
د افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفينو تر منځ د تېري شپې جګړې ٢ ساعته دوام وکړ چي په پايله کي يې مخالفينو ماته وخوړه او او له سيمي څخه وتشتېدل .