تاند- دا جوړه له واده او ۷۱ کاله ګډ ژونده وروسته په یوه ورځ مړه شوه.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دې جوړې ۷۱ کاله پخوا واده کړی وو خو په یوه ورځ له دنیا لاړل.

د دوی په مړینه کې یوازې ۱۲ ساعته توپیر و.

هربرت او ماریلین دیلای ګیل په ۱۹۴۰ کې واده کړی وو. دوی ۶ اولادونه لري او د امریکا په جورجیا ایالت کې اوسېدل.

۸۸ کلنه مېرمن دیلای ګیل د جمعې په ورځ (جولای ۱۲) د ماسپښین په ۲ بجې او ۲۰ دقیقې سا پرې کړه، ۱۲ ساعته وروسته د دې ۹۴ کلن خاوند ومړ.

دوی په خپل ژوند کې ۶ کاله په جرمني کې د امریکا له پوځ سره تېر کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *