تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي ګواښ کړی چې پر افغان سوله د سیمې له هېوادونو سره د امریکا معامله ګري به ورته د منلو نه وي.
کرزي زیاته کړې، د افغانستان اوسنۍ جګړه پاکستان او امریکا په ګډه پیل کړې او اوس دا دواړه هیوادونه باید د افغانستان جګړه ختمه هم کړي.
نوموړي نن پنجشنبه کابل کې د سولې د وروستیو هلو ځلو د ارزونې یوې غونډې ته وینا کې وویل، امریکا باید د سولې د روان وضعیت په اړه وضاحت ورکړي تر څو د سولې روانه پروسه افغانستان کې پر یو بل بحران بدله نه شي.
نوموړي وویل، امریکا دې د سولې پروسه کې د افغانستان کوربه توب ته زمینه برابره کړي نه میلمستیا ته .
کرزی وايي، په راتلونکې سوله کې باید ټول افغانان ځان وویني.
ښاغلي کرزي د سولې په پروسه کې هر ډول مرستې ته چمتووالی ښودلی خو زیاته کړې یې ده چې امریکا او ملګري هیوادونه یې باید پر افغان خاوره نوره معامله ګري ونه کړي او نه به دا کار د منلو وي: (( د سولې پروسه کې هند او ایران باید راداخل کړای شي نه دا چې دواړه هېوادونه له دې پروسې لرې وساتل شي، ځکه راتلونکې سوله باید د نوي افغانستان بنسټ کېږدي نه دا چې وضعیت یې لا بحراني کړي.))
حامد کرزي دغه راز ټینګار کړی چې د سولې روانې پروسې څخه ګاونډیان دا وېره ونه لرې چې د دوی ګټې به ورسره په خطر کې شي بلکې په وینا یې دا به دوی لپاره هم د ملي ګټو د خوندي کولو ښه فرصت وي.
د حامد کرزي وروستیو خبرو شنونکي حیران کړي او وايي، دا د پوښتنې وړ ده چې د مؤقت حکومت غوښتونکي او د سولېپه برخه کې د امریکا د هلو ځلو هرکلي کوونکي حامد کرزي څنګه خپل نظر بدل کړی دی.