افغان سرتېری د انتحاري موټربمي حملې ځای ته ګوري. د ۲۰۱۵ د اکتوبر۱۱ مه

تاند، پنجشنبه، د چنګاښ ۲۷ مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، د جنايي او تروریستي پېښو د کنټرول او مهار لپاره د کابل ښار ټولو څلور لارو او مهمو ځایونو کې امنیتي کامرې نصبوي.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل نن پنجشنبه کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، په دې تړاو یې سروې او ارزونه بشپړه شوې او ډېر ژر به د امنیتي کامرو د نصب چاره پیل شي: (( د جنايي پېښو، وسله والو غلاو او تروریستي پیښو د مخنیوي لپاره مو ګڼ پروګرامونه تر کار لاندې دي، یو یې هم دا دی چې ډېر ژر به مهمو ځایونو کې امنیتي کامرې نصب کړو.))

روشندل دغه راز وایي، د کابل پولیسو تېرو څلورو میاشتو کې ۱۳۸۹ کسان د جنایي پېښو، وسله والو غلاو او مخدره توکو پلور په تور نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۷۰۱ کسان په جنايي، تښتونې، غلا، جعلکارۍ او د عامه نظم په ګډوډولو تورن دي، ۴۰۰ کسان د مخدره توکو د پلور په تور له ۴۳ میله وسلې او ۵۱ موټرو سره نیول شوي دي: (( په دې موده کې مو د وسله والو غلاو د ۹ خطرناکو ګروپونو مشران هم وژلي او د ۶۱ ترهګریزو پيښو مخه مو هم نیولې ده.))

نوموړي له کابل ښاریانو د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي د مشکوکو فعالیتونو د لیدلو سره سم دې ۱۱۹ او ۱۰۱ پولیسي شمېرو ته زنګ ووهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *