د ليندۍ، قوس ۲۷ مه ۱۳۹۶
خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د پنجاب په مرکز لاهور کې د پاکستان د احتساب محکمې يوې دولس کيسزه ډلې د دې هيواد پخوانی صدراعظم او د مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر شاهدخاقان عباسي نيولی دی.
ښاغلی عباسي د پنجشنې په ورځ د ګوند په غونډه کې د ګډون لپاره له پخواني مرکزي وزير احسن اقبال او د مسلم ليګ نواز ډلې له وياندې مريم اورنګزېب سره پر لاره و، چې د لاهور په تهوکرنيازبېګ سيمه کې ونیول شو. عباسي د احتساب محکمې د راولپنډۍ څانګې دفتر ته وړل شوی دی.
پر پخواني صدراعظم د اداري فساد تور دی، او د دې هیواد د احتساب ملي اداره نېب وايي، چې ښاغلي عباسي د طبعي سرچينو او پټروليم د مرکزي وزير په حيث د ايل اين جي ګاز په پروژه کې درغلي کړې او له دې لارې يې ملي شمتني ته ميليارډونه زيان اړولی دی.
د مسلم ليګ ګوند مشر او د پنجاب پخواني اعلی وزير شهباز شريف پر خپله ټويټرپاڼه د عباسي نيول غندلي او ويلي يې دي، چې د احتساب محکمه د صدراعظم عمران خان په اشاره کار کوي.
د عباسي نيول د پاکستان د صدراعظم عمران خان د هغه ژمنو او کلکې مبارزې برخه ده، چې له ولس سره کړې او ويلي يې دي، هر هغه څوک به ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري، چې په وينا يې په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن وي. د مسلم ليګ نواز ډلې د مشر او پخواني صدراعظم نوازشريف په شمول يو شمېر نور سياسي مشران دا مهال د اداري فساد په تور په زندانونو کې دي.
د ائيربلو په نامه د هوايي شرکت څښتن ښاغلی عباسي په وار وار د هيواد د مرکزي پارلمان غړی پاتي شوی، خو دوه کاله وړاندې هغه مهال د دې هيواد موقتي صدراعظم جوړ شو، کله چې محکمې پخوانی صدراعظم نوازشريف له خپلې څوکۍ ګوښه کړ. نواز شریف د پاکستان پنځلسم صدراعظم و، چې تر خپلې کاري دورې وړاندې له خپلې دندې ګوښه شو. شاهد خاقان عباسي د نوازشريف د واکمنۍ پر مهال د پټروليم مرکزي وزير ټاکل شوی و.
تېرکال د پاکستان د احتساب محکمې د اداري فساد په قضيه کې پخواني صدراعظم نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم کېپټن صفدر ته د بند او جريمې سزا اورولې وه. پر نوازشريف وروسته له هغه په اداري فساد کې د لاس لرلو تورونه پوري شوه، کله چې د پانامه په اسنادو کې د شريف کورنۍ د شتمنيو په اړه مالومات خپاره شول.
نيول شوي پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي تېرکال کابل ته هم سفر کړی و، چې موخه يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا له منځه وړل، د باور فضا رامنځه کول و او دا سفر د افغان سولې د پروسې برخه وه. افغان ولسمشر اشرف غني عباسي ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه.