تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: د کندهار پر امنیه قوماندانۍ له موټر بم وروسته د ۴ ځانمرګو ډله ییز برید پای ته ورسېد.

د لومړنیو معلوماتو په اساس چاودنه کې تر ۸ ملکیان او دوه پولیس شهیدان، خو درې کسه پولیس او ۸۰ ملکیان زخمیان دي.

د کندهار یوه مهمه امنیتي سرچینه تاند ته وایي، بریدګر اته کسه وو چې دوه تنو یې د قومندانۍ شمالي دروازه کې چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت ته نږدې وه، ځان الوځولی او شپږ تنه یې ودانۍ ته دننه شوي.

خو د کندهار د والي ویاند وايي چې د انتحاري بریدکوونکو شمېر ۴ تنه وو چې ټول ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو همدغسې برید کې د بادغیس ولایت امنیه قومندانۍ تر مخه پولیسو سره جګړه کړې وه.

په دې وروستیو کې چې د سولې خبرو هم زور اخیستی دی طالبانو ملکي ځایونو کې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د وروستیو راپورونو په اساس د طالبانو وروستیو بریدونو کې ۲۰۰ نه زیات ملکیان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ټپیان دي.

One thought on “د کندهار برید، ۴ ځانمرګي، ۲ پولیس او ۹ ملکیان مړه، ۸۳ ټپیان”
  1. LOYEE JERGA COMING SOON;

    PESHAWER PACHA KHAAN CENTER;
    ALL PASHTOON LEADER BECOMING TOGETHER FOR THE SOLUTION
    WITH PAKARMY VICTIMES IN PASHTOONLAND. DAWAT FREE MEDIA THANK YOU
    BY SHEER HAHSEN HASSEN

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *