تاند، جمعه د چنګاښ ۲۸مه: وروستي راپورونه وايي، نن سهار د کابل پوهنتون سویلي دروازه کې دهبوري څلورلارې ته څېرمه چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، برید یو کرولا موټر کې راغلي ځانمرګي کړی چې له کبله یې د طب پوهنځي او شرعیاتو پوهنځي د کانکور ازموینې لپاره منتظر ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

خو بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د برید تلفاتو په تړاو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ننني برید نه د کابل روغتونو ته ۸ مړي او ۳۳ ټپيان وروړل شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د دوی کره اسناد ښيي چې برید طالبانو کړی اما طالبان چې کله ملکي تلفات په دا ډول بریدونو کې زیات وویني، نو له پړې اخیستلو یې ډډه کوي.

One thought on “پر کابل پوهنتون موټر بم برید کې لږ تر لږه ۱۰ مړه، ۲۵ ټپیان دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *