تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتڅل به نن (جمعه) له جګپوړو هندي چارواکو سره په نوي ډیلي کې وویني.
جرمني د روان جولای په اوومه او اتمه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د اسانتیا په برابرولو کې مهم رول ولوباوه.
دا خبرې د جرمني او قطر په کوربه توب وشوې.
جرمني غواړي چې هند په افغانستان کې د زلمي خلیلزاد د سولې پروسه تایید کړي.
ښاغلي پوتڅل وویل«موږ غواړو چې هند د افغانستان د سولې په پروسه کې لوی رول ولوبوي.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار د پنجشنبې په ورځ وویل چې سبا به دوی د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره، چې د بین الافغاني دیالوګ مسوولیت لري، نظر تبادله کړي.
ده زیاته کړه«موږ باور لرو باید په ټولو طرحو او پروسو کې د افغانستان د منتخب او مشروع حکومت په شمول د افغان ټولنې ټولې خواوې ګډون ولري. هره پروسه باید قانوني او سیاسي مشروعیت ته درناوی وکړي او باید د دې سبب نه شي چې د قدرت داسې خلا رامنځته شي چې تروریستان او د نیابتي جګړې استازي یې ډکه کړي.
ښاغلي پوتڅل په ډیلي کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، دلته د دې لپاره نه دی راغلی چې هندیانو ته نصیحت وکړي، بلکې د دې لپاره راغلی چې د هند حکومت ته د افغانستان په اړه د روانو انکشافاتو په باب معلومات ورکړي.
«موږ هیله لرو چې هند به د افغانستان د خبرو په راتلونکو پړاوونو کې برخه ولري.»
ده وویل چې دا هغه څه دي جې خلیلزاد یې په پام کې لري او غواړي چې د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو، خلیجي هیوادونو، ترکیې او د سیمې د نورو هیوادونو په شمول ټول پکې ګډون ولري.
حاضردمه د افغانستان د سولې پروسه امریکا په مخ وړي او روسیه، پاکستان او چین یې ملاتړ کوي.
ټاکل شوې وه چې په پیکینګ کې د افغانستان په اړه په وروستیو خبرو کې ایران هم ګډون وکړي خو ایران په وروستیو شېبو کې له امریکا سره د خپل اختلاف له کبله د پیکینګ په غونډه کې ګډون ونه کړ.
هندي رسنۍ وايي چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په افغانستان کې د موقت یا انتقالي حکومت یا د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه د هند پر اندېښنو هم خبرې کوي.