تاند- امریکايي چارواکي وايي، په داسي حال کې چې سږ کال یې د لومړي ځل لپاره افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې یوازې پرې ایښي دي، وسله وال طالبان نه دي توانېدلي چې له افغان ځواکونو څخه کومه سیمه ونیسي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه د  امریکا په ارزونه کې د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د دې کامیابۍ ترڅنګ یادونه شوې چې د جګړې په سږني موسم (دوبي) کې د طالبانو په حملو کې تر بل هر کال زیات پولیس او عسکر وژل شوي دي.

په راپور کې، چې له افغانستانه د ناټو او امریکا د ټولو محاربو ځواکونو تر وتلو ۱۳ میاشتې مخکې خپور شوی د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په اړه امریکايي پوځي چارواکو یو ډول نتیجې نه دي اخیستي او دې پوښتنې ته یې ځواب نه دی ویلی چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه په اوسني ډول تلفات وزغملی شي او که ونه زغملی شي.

په ارزونه کې د امریکا او افغانستان لپاره دا ضروري بلل شوې چې امنیتي تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي څو بهرني پوځیان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر له ۳۱ وروسته وخت لپاره خپل پلانونه جوړ کړای شي.

امریکا وايي چې حاضردمه ستونزه دا ده چې د جرم په صورت کې امریکايي پوځیان په افغانستان او که امریکا کې محاکمه شي.

اسوشیتد پریس وايي، امریکا د امنیتي موافقې په صورت کې په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان پرېږدي.

افغان چارواکي وايي، هم امریکا او هم د دولت وسله وال مخالفان پرې فشار راوړي چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

د ځینو افغان چارواکو په وینا په داسي حال کې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقې اختلاف اوج ته رسېدلی د طالبانو حملې د افغانستان پر حکومت د فشارزاوړولو لپاره زیاتې شوي څو د امریکا غوښتنو ته غاړه کښېږدي.

د دوی په باور له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د حکومت د پرزېدو په اړه تبلیغات او د مالي مرستو د بندولو په اړه د لوېدیځو چارواکو څرګندونې، چې د افغانانو روحیه کمزورې کوي، د امنیتي موافقې د منلو لپاره پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره کېږي.

د امریکايی پوځیانو په راپور کې ویل شوي، سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو سږ کال د خپلو نړیوالو متحدانو له ملاتړه پرته هیڅ سیمه له لاسه ورنه کړه خو د سیمو د ساتنې او جګړې لویه بیه یې پرې کړې ده. د دوی په وینا هره اوونۍ تر ۱۰۰ زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل کېږي. اکثره افغان امنیتي ځواکونه د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو یو اساسي علت لوژیستیکي ستونزې او هغه نقلیه وسایل دي چې افغان امنیتي ځواکونه ورڅخه کار اخلي.

د افغانستان په ختیځ کې د امریکايی قومندان ډګرجنرال جېمز سي. مک کانویل له قوله ویل شوي چې د سږ کال له مارچ ‍(حمل) څخه ايتلافي ځواکونه د پاکستان پولې ته په نژدې سیمه کې له ۴۵ اډو څخه وتلي او یوازې په شپږو کې لا پاتې دي. د دغه قومندان په وینا په دې سیمه کې د ايتلافي ځواکونو شمېر له ۱۸۰۰۰ څخه ۷۵۰۰ ته رالږ شوی دی خو له دې سره سره وسله والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه هیڅ سیمه نه ده لاندې کړې.

په ټول افغانستان کې اوس د امریکايي او ناټو پوځیانو شمېر ۸۷ زره دی حال دا چې تېر کال دا وخت ۱۵۰ زره و.

2 thoughts on “د امریکا د پوځ راپور: طالبانو له افغان ځواکونو څخه هیڅ سیمه لاندې نه کړای شوه”
  1. طالبانو سګ کال دا سابته کړه چه ديوبندئ انګريزئ غلامان دۍ او لکه ځنګه چه انګليسانو د ديوبند د کوم هدف لپاره جوړ کړۍ وو طالب همغه هدف لا تر اوسه پر مخ بيائي که چرۍ ملۍ قواو کومه سيمه د لاسه نده ورکړۍ مګر د ملۍ قواو او د ملت د بچو دومره غټه د سر ضايع د منلو وړ خبره هم نه ده دولت بايد چه زغرده وال نقليه وسائيلو په اخشتو جدۍ شروع وکړۍ دا جنګ به کلنونه دوام وکړۍ او دهغه جنګ کښۍ ټانک او توپ ته ضرورت نشته مګر هغه نقليه وسائيلو ته ډير ضرورت دۍ چه د ملۍ قواو ځوانانو ځان وژغورئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *