تاند، جمعه د چنګاښ ۲۸مه: د فراه امنیتي چارواکی وايي، طالبان دغه ولایت کې له جوماتونو څخه د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کې سپر په توګه استفاده کوي.

چارواکي وايي، تر ټولو تازه پېښه کې طالبانو بیګا شپه یوولس بجې د ولایت مرکز ته نږدې د غلام صدیق خان کلا پر پوستې برید کړی او بیا پر جومات ننوتي دي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايي، افغان ځواکونو طالبان پسې اخیستي او هغوی ترې جومات ته ننوتي او له هغه ځایه یې جګړه پیل کړې ده: (( جګړه څو ساعته روانه وه چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. دغه راز طالبانو د جومات محراب هم شهید کړی دی.))

محب زیات کړه، په جګړه کې د طالبانو یو سنایپر نښان ویشتونکی هم وژل شوی او د فراه درې پولیس هم په کې ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا له مقدسو ځایونو څخه د طالبانو د سپر په توګه استفاده غندلې ده.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي، دا لومړی ځل نه دی چې فراه کې طالبان له جومات نه د سپر په توګه استفاده کوي، بلکې د نعیمي په خبره وروستیو کلونو کې طالبان د خلکو له کورونو، ښوونځیو، جوماتونو څخه په اعظمي ډول د سپر په توګه کار اخلي: (( طالبان په لسګونه ځله د دغسې کارونو په ترسره کولو د خلکو د مال او زیان سبب ګرځېدلي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د زیاتره سیمو اوسېدونکي وايي، طالبان د کلیو جوماتونو ته خلک د لمانځه لپاره نه پرېږدي او هر ځای کې یې چې زور ډېر وي د همغه ځای جوماتونه یې خپلې قرارګاوې او ټریننګ مرکزونه ګرځولي دي.

طالبان اکثره جوماتونو کې ماینونه هم جوړوي چې څو څو ځله پرې جوماتونو کې خپل ماینونه هم چاودلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *