تاند، جمعه، د چنګاښ ۲۸مه: د دولت په چارو کې د پاکستان د دولت وزیر شهریار اپریدی وايي، له افغانستان سره د پاکستان اړیکې ښې شوې دي او دوی اوس منلې ده چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی.
نوموړي د افغانستان د کډوالو وزیر حسین عالمي بلخي، د ولسمشر د سلاکار سرور احمدزي، له مخدره موادو سره د مبارزې د ادارو له مسوولانو او نورو چارواکو سره د کتنې په مهال وویل، افغانستان او پاکستان اوس پر یو بل له تورونو لګولو را اوښتي او اړیکې یې بېرته رغېدلې دي.
نوموړي یادونه کړې چې پاکستان د افغانستان په خاطر خپل هوايي حریم بیرته پرانیستی چې له کبله یې هند ته د افغان پروازونو موده له شپږ ساعتونو څو چنده راکمه شوې او د الوت کرایه هم له ۳ یا ۴ سوه ډالرو څخه ۱۵۰ ډالرو ته راغورځېدلې ده.
د اپریدي په خبره، د پاکستان حکومت ۱۴ سوه زره افغان کډوالو ته بانکي حسابونه جوړ کړي او کډوالو ته د ښو اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوي:«پاکستان اوس منلې چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او موږ اوس د هغې سولې پلويان یوو چې ټول افغان لوري په کې په یو میز خپل مسایل اوار کړي.»
نوموړي زیاته کړې، پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره په همغږۍ د دوی کډوال په عزت خپل هېواد ته ستانه کړي.
د شهریار اپریدي په خبره له افغانستانه له ورغلي پلاوي سره د پاکستان حکومت په دې سلا شوی دی چې دواړه لوري به د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر ګډ میکانیزم کار کوي.
د سیاسي چارو ځینې کتونکي وايي، امریکا ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په درشل کې پاکستان د حافظ سعید د نیولو او له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو په شان یو لړ اقدامات کړي څو له دې لارې له امریکا امتیازونه واخلي او د تېرو ۱۸ کلونو په شان یې په موقتي ډول بیا تېرباسي.
د شنونکو په خبره، پاکستان هڅه کوي د اشرف غني مخ له هغو اقتصادي فشارونو وګرځوي چې په وروستیو څو کلونو کې یې د دغه هیواد پر زخمي اقتصادي وضعیت وارد کړي دي.