حکیم ګوهر
د ژوند کولو وخت باید له ښو او مثبتو خلکو سره تېر کړو.زموږ د ژوند بګراونډ به هغه وخت ډېر بدرنګ او له ناخوالو ډک وي ، چې له داسې خلکو سره یې عبث تېر کړو، چې ښه راشه درشه را سره نه کوي (احترام مو نه کوي).
هغه اشخاص باید پر ځان را ټول کړو، چې د تل له پاره خوشالي او مسکا را سره کوي، هغه خلک، چې په بدو حالاتو کې را سره مرسته او همکاري کوي. هغو خلکو سره باید د ژوند قیمني وخت تېر کړو، چې له دوستۍ او انډیوالۍ څخه مو ابزاري استفاده (سوی استفاده) ونه کړي.
هغو خلکو سره باید اوسو، چې پوره پاملرنه را ته کوي، داسې خلک ددې ارزښت لري، چې په خپل ژوند کې یې ځان سره وساتو. بل هر ډول څوک مو فقط وخت ضایع کوي.