حکیم ګوهر

د اوس تکنالوژي کېدای شي زموږ ښه دوست یا تر ټولو بد دښمن شي. هڅه باید پر دې وشي چې خپل ښه انډیوال ترې جوړ کړو چې د کارونو په اسانولو، ښه کولو او پر مخ بیولو کې را سره مرسته وکړي نه دا چې د کاري ځنډ، مزاحمت او بهانه گرۍ سبب مو شي.

مهمه نه ده چې د فیسبوک او ټویټر ټول پوسټونه ولولؤ، تفسیرات پرې وکړو، ښه دا ده چې پوست خوښ او کامنټ ورته وکړو.

په انټرنیټ چې خلک ورته د سوشیل میډیا نوم هم ورکوي له خپلو لریو او نژدې ملگرو سره په عادي خبرو مسیج او چټېنگ گټه نه لري؛ که کوم څوک درسره ضرورکار لري ټلیفون درته کولی شي.

مجبور نه یاستو چې له الپه تر یا ټول ایمیلونه چېک او ولولؤ یوازې کاري او ضروري یې باید ولولؤ نور ټول باید لرې یا ډیلیټ کړؤ.

د ویبپاڼو او خبري سایټونو ټول اخبار او معلومات نه لوستلی شو او نه مو دا کار له وسه کېږي، ښه خبره دا ده چې تر ټولو ښې، گټورې او په درد خور یې په نښه کړو او کله چې له اصلي کاره ورته خلاص شو باید پوره یې ولولؤ گټه یې داده چې اصلي وخت به مو ضایع شوې نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *