تاند- هند وايي چې د ډیلي د پولیسو ځانګړې څانګې د جمعې په ورځ (جولای ۱۹) ۱۵۰ کیلو هیروین، چې ارزښت یې ۶۰۰ کروړه هندي روپیو ته رسېږي، کشف کړل.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، تر دې وړاندې په ډیلي کې دومره زیات هیروین نه دي نیول شوي.

دوی وايي چې په دې تړاو ۵ تنه نیول شوي چې په هغو کې ۲ تنه افغان ماهران دي او له هغوی سره ډېر ګرانبیه موټرونه هم موندل شوي دي.

هندي رسنۍ د ډیلي د پولیسو د ځانګړې څانګې د مشر مانیشي چندرا په قول وايي، نیول شویو کسانو غوښتل چې په ډیلي کې د هیروینو د تولید فابریکه جوړه کړي.

ده دغه راز وویل چې دوی هیروین له افغانستان څخه راوړي وو.

تر دې وړاندې هم هند په ځلونو له افغانستان څخه دې هیواد ته په قاچاق شوي مخدر مواد نیولي دي.

هندي چارواکي وايي چې د مخدرو موادو د قاچاق افغان او پاکستاني کارټلونو (ډلو) نوې لارې موندلي او له هغو څخه په استفادې هند ته مخدر مواد رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *